BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:22 گرينويچ 2007 ,25 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
قاري سراجي په اوومه سټوډيوکې
اوومه سټوډيو
اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي
ددې اوونۍ په اوومه سټوډيوکې به دحمد، نعت، قوالۍ ،ترانې، قصيدې اوغزل په اړه وغږيږو.

دروژې پدې مياشت کې به واورچې ځينې خلک دا اهنگونه له سندروسره يوځاى کوي اوځينې يې بې له موسيقۍ وايي.داسلامي نړۍ نه به نعتونه اوغزل واورواوپه پروگرام کې به له کابله هم ميلمه راسره وي.

مشهورافغان ترانه ويونکى به له اوومې سټوډيوسره دتيليفون له لارې ملگرى وي. ښاغلى سراجي اووه ديرش کلن دى اودننگرهار دسره رود دولسوالۍ د بالاباغ په کلي کې نړى ته راغلى دى.

پنځه کاله يې درحيمي په ليسه کې زده کړې وکړې اوله هغه وروسته پيښورته کډه شو. هلته يې داتحاد عالي ليسه پاى ته ورسوله. په ١٣٨٠ کال کې دننگرهاردښوونې اوروزنې دپوهنتون دتاريخ اوجغرافيې له څانگې فارغ شو.

له سرې مياشتې ، ديارله غيرحکومتي موسسې سره يې کارکړى اواوس په کابل کې دابن سينا په نوم له موسسې سره کارکوي . دښوونې ا وروزنې، زده کړې اوروغتيايي پروگرامونوپه برخه کې بوخت دى.

ښاغلي سراجي ته خداى ښکلى غږ ورکړى دى. ښکلې ترانې وايي، د تجويد په رڼا کې دقران شريف تلاوت کوي اوپه زړه پورې نعتونه وايي.

خپلې پوښتنې اوغوښتنې پدې پته راواستوى:

[email protected]

دخپرونې پرمهال پدې شميره مخامخ اوومې سټوډيوته تلفون وکړى.

00442078360331

اوومه سټوډيواوومه سټوډيو:
دااوونۍ استاد گل زمان او تجلى مو ميلمانه دي.
عرفاناوومه سټوډيو:
دااوونى سندرغاړى عرفان مو ميلمه وو.
لطيف ننگرهارىاوومه سټوډيو:
دااوونى سندرغاړى لطيف ننگرهارى مو ميلمه دى.
خورشيد عالم صابراوومه سټوډيو:
سندرغاړى خورشيد عالم د اوومې سټوډيو ميلمه دى.
شهنشاه باچااوومه سټوډيو
سندرغاړى شهنشاه باچا د اوومې سټوډيو ميلمه وو.
لوکيل سوله مل شينواریاوومه سټوډيو
کيسه ليکونکى شينواری داوومې سټوډيو ميلمه وو.
حفيظ کروندگر اوومه سټوډيو
سندرغاړى حفيظ کروندگر داوومې سټوډيو ميلمه وو.
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت