 | | | اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي |
ځوان سندرغاړى عرفان خان چې دپښتوفولکلوريکه اودوديزه موسيقي په نوي ډول وړاندې کوي اومينه ورسره لري. نوموړى باورلر ي چې داسخته دنده ده اوله خپلومينه والو دمرستې اوسلاغوښتنه کوي. ښاغلي عرفان دمې په ١٥ نيټه دعربي متحدواماراتوپه دوبۍ کې نړۍ ته راغلى دى اواصلي ځاى يې دسرحد سوبې مرد ان دى. لومړنۍ زده کړې يې په پيښورکې وکړې اوبيا يې همدلته د ادوارد کالج پاى ته ورساوۀ. وروسته يې دگرافيک اوډيزاين په بر خه لوړې زده کړې و کړې. دخيبرله تلويزيون سره يې سندرې پيل کړې . لومړنۍ سندره يې داوه: لامې چې زړگي ته رانيږدې نه واى - لاچې مو ترمنځه فاصلې نه واى.
وروسته يې دشاعر اکبرسيال پدې سندرې سره زيات شهرت وموند چې وايي خوپيښورخوپيښوردى کنه. بله سندره چې نوريې هم ده ته شهرت اونوم ورکړ دسولې په اړه هغه سندره ده چې پکې راغلى زموږپه کلي کې شرمه جوړوى. بله مشهوره سندره يې ماته ليکونه په پښتوکې ليکه نوميږي. ټولې يې شاوخوا ١٧ سندرې ويلي دي چې زياتره يې ويديويې سندرې دي. سندرغاړى عرفان خان له موسيقي غږوونکو هيله کوي چې دموسيقي سره جدي چلند وکړي اويوازې په څومره و الي پسې ونه گرځي بلکه څرنگوالى په پام کې ونيسي. له ښاغلي عرفان نه خپلې پوښتنې پدې پته راواستوى: [email protected] دخپرونې پرمهال پدې شميره مخامخ سټوډيوته تيليفون راته وکړى: ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ |