BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:51 گرينويچ 2007 ,27 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اوومه سټوډيو: ولسي شاعر اوسندرغاړى نيازولي شهيديار
نيازولي شهيديار
اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي
ولسي شاعر اوسندرغاړى نيازولي شهيد يارمو د اوومې سټوډيو مليمه دى.
نيازولي چې د پکتيا په ځاځيو کې نړى ته راغلى دى ، ددې سيمې تکړه ولسي شاعردى.

زده کړې يې ندي کړې خوليک اولوست کولى شي.
له کوچنيوالي يې له شاعرۍ سره مينه وه او دشاعرانواوسندرغاړوپه مجلسونوکې به يې گډون کاوه.

په وطن کې دجگړوله امله دى هم کډې کولو ته اړشو . په پاکستان کې يې واړول. خوله خپل وطن سره مينه يې په شعرونو او وطني سندروماتوله .

اوس بيا خپل هيوا دته راستون شوى دى اودخوست په ولايت کې اوسيږي خوکورنۍ يې دپکتيا د ځاځيوپه اريوب کې ژوند کوي.

نيازولي دميني ، وطن اوانسانيت په اړه شعرونه ليکلي دي.
ډيرکستونه يې ثبت شوي اودده دمينه والو لاس ته ورغلي دي. څه موده يې سندرې نه ويلې اوشعرونه يې هم نه ليکل .

خوخپل پام به يې په موسيقي اوشعرونوغلطاوه . ډيرشعرونه يې ليکلي هم ندي اوهمداسې ورک شوي دي.

نيازولي طبيعي يا في البديهه شاعر دى . دى له شاعرانوسره په سيالى کې گډون کوي اودمقابل شاعر شعرپه شعرځوابوي. دى وايي چې شا عران بايد دلغات يايوله بل سره دمقابلې پرمهال خلکوته دنيکۍ پيغام ورسوي اويودبل سپکاوى ونه کړي.

په اوومه سټوډيوکې له نوموړي پوښتنې وکړې اويايې له وړاندې په دې پته راواستوى:
[email protected]

دخپرونې پرمهال اوومې سټوډيوته مخامخ پدې شميره تيليفون وکړى.
٠٠٤٤٨٣٦٠٣٣١

عبدالکريم خرم اوومه سټوډيو
هنري او کلتوري پرمختگونه او نيمگړتياوې
اباسين يوسفزی اوومه سټوډيو
شاعر اباسين يوسفزی په اوومه سټوډيو کې.
 حبيب الله رفيعاوومه سټوډيو
حبيب الله رفيع مو ميلمه وو.
سندرغاړى خالق عزيز اوومه سټوډيو
سندرغاړى خالق عزيز په اوومه سټوډيو کې.
خيرمحمد خندان اوومه سټوډيو
سندرغاړى خيرمحمد خندان مو ميلمه دى.
جواد غازىاراوومه سټوډيو
جواد غازىار مو مليمه دى.
داود جنبشاوومه سټوډيو
داود جنبش موميلمه و.
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت