BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:19 گرينويچ 2007 ,15 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اوومه سټوډيو: خير م. خندان
 خيرمحمد خندان
سندرغاړي خيرمحمد خندان ډيرو بهرنيو هيوداونو ته هنري سفرونه کړي دي.
د پښتو ژبې تکړه او نامتو سندرغاړى خيرمحمد خندان چې د ٤٠ کلونو راهيسې سندرې وايي د اوومې سټوډيو ميلمه وۀ. نوموړى په ١٣٤٣ کې درحمان بابا په ليسه کې شامل شو.

هغه يې پاى ته ورسوله ، په ١٣٤٧ کال کې دافغانستان راډيوتلويزيون ته ورغى اوتر١٣٧١ کال پورې يې هلته همکاري لرله او په کابل کې اوسيده. په راديو کې يې ٢٠٠ سندرې ثبت شوي خوپه تلويزيون کې يې سندرې نشته . لومړنۍ سندره يې په ١٣٤٧کال کې ثبت شوه چې نوم يي وو:

سپينې روپى چې زنگوې په گريوانه نې

ليچې لونگو ونې لمبه دې کړمه.

په تلويزيون کې يې لاسندرې ندي ثبت کړې. په هيواد کې دحالاتودخرابتياسره سم دى هم پاکستان ته کډه شواو کورنۍ يې اوس هم دپاکستان په کورمه کې اوسيږي.

تاجکستان ، مسکو، ازبکستان ، دخليج هيوادونو ، دوبى اوځينواروپايي هيوداونو ته يې هنري سفرونه کړي دي. په ودونواومحفلونوکې يې ډک شوي کستونه له شميره وتلي دي خو٤٠ کستونه يې بازارته راوتلى دي. يوه سي دي يې هم جوړه شوې ده.

پدې وروستيو کې يې په اريانا تلويزيون کې ١٦ سندرې ثبت شوې چې ښايي سي ډي ترې جوړه شي. اوس يې عمرشپيتوکلونوته رسيدلى دى ، کارنه کوي خود خوشحالى اوودونومجلسونوته درومي.

څه موده وړاندې ډيلې ته ولاړ اودرې څلورمياشتې يې هلته تيرې کړې. په کابل کې دهنرمندانوله جوړې شوې ټولنې سره همکاري لري. خوپخپله په خوست کې يوه اتحاديه شته چې ښاغلى خندان يې غړيتوب يې لري.

خيرمحمد خندان وايي چې له هنرمندانوسره د حکومت لخواکومه مرسته نه کيږي. يوه پارسي سندره يې هم ثبت شوې وه چې د نرگس په نوم ديوې هنري ډلې سره يې ويلې او يوې تاجکې نجلۍ نڅا ورسره کړې ده.

له ملي راډيو تلويزيون سره همکاري نلري اودليل يې دابولي چې هنرمندانوته هتله پاملرنه نشته ، هغوته يې حاضري خلاصه کړې او تنخواه يې هم کمه ده چې گوذاره نه پرې کيږي.

پخپلو سندروکې د نواب اميرزي ، شرفيار، روغ ليوني ،شفيع الله بابرزي ، کاروان ، حکيم نوراکاخيل اونوروشعرونه وايي. دجگوغرونو او اتن سندرې يې زياتې ويلې دي.

له تجلي ، گلزمان ، اسدالله ځاځي شيني اونوروسره يې په گډه سندرې ويلې دي او له زرڅانگې سره يې په گډه هم يوکست ثبت کړى دى.

ميرعلم ستانيکزىاوومه سټوډيو
ميرعلم ستانيکزى (مامو) په اوومه سټوډيو کې
جواد غازىاراوومه سټوډيو
جواد غازىار مو مليمه دى.
نبي مصداق اوومه سټوډيو
نبي مصداق مو مليمه و.
 سردارعلي ټکراوومه سټوډيو
سردارعلي ټکرمو مېلمه و
غلام محمد کامه وال اوومه سټوډيو
شاعر کامه وال مو ميلمه و.
داود جنبشاوومه سټوډيو
داود جنبش موميلمه و.
اکبر نيکزاداوومه سټوډيو
اکبر نيکزاد
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت