 | | | د مامو عمر ٣٢ کاله دى، واده يې کړى اويوه لورلري |
ميرعلم ستانيکزى چې دبي بي سي په تعليمي خپرونو کې د (مامو) کرکتردى ، د ننگرهارد سرخرود د ککړک په سيمه کې نړۍ ته راغلى دى . لومړنۍ زده کړې يې په ننگرهارکې وکړې خو کله چې شرايط خراب شول پاکستان ته کډه شوچې منځنۍ زده کړې يې هملته وکړې خودشرايطوپه ښه کيدوبيرته وطن ته راستون شو اود ننگرهارعالي ليسه يې پاى ته ورسوله . د کانکورپه ازموينه کې پوهنتون ته بريالى شو. په ١٣٨١ کې يې دننگرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د تجارت رشته پاى ته ورسوله. د افغانستان بانک کې مامورشو، څومياشتې هلته وو او په ٢٠٠٣ کال کې يې د بي بي سي له تعليمي پروژوسره په کارپيل وکړ چې تراوسه دولس خبروپه پروگرام کې لگيادى. دبي بي سي تعليمي پروژې دلويانولپاره د روغتيا اوژوند، دابادى غږ ، دښارغږ ، دولس خبرې اودکوچنيانو لپاره دژوند کيسې ، داسراروپرده اونورې خپرونې لري. نوموړى چې د مامو کرکترلوبوي له ښاغلي ضمير ستانيکزي سره چې د شامو کرکتر لوبوي په گډه دولس خبرې خلکو ته په اسانه ژبه وايي. کله چې داساسي قانون په مسوده کارکيدۀ اولويه جرگه جوړه شوه نوددوى لومړنۍ خپرونې هم پيل شوې. پارلمان ، ملگري ملتونه ، ايساف ، ناټو، دموکراسي اونور پيچلي اصطلاحات خلکو ته په اسانه اوساده ژبه بيانوي. ده اوونۍ پروگرام کې انترنت پاڼه خلکوته په اسانه ژبه ورپيژندله. عمر يې ٣٢ کاله دى، واده يې کړى اويوه لورلري. کورنۍ يې اوس هم دککړک په دره کې په ننگرهارکې ژوند کوي. له ښاغلي ستانيکزي نه خپلې پوښتنې پدې پته راواستوى. [email protected] ياهم دخپرونې پرمهال پدې شميره سټوډيوته مخامخ تيليفون راته وکړى. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ |