BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:45 گرينويچ 2007 ,22 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
منير موميلمه دى
 منير
منير له لس کلنۍ فلمونه خوښول
فلم جوړوونکى منير موميلمه دى

منيردافغانستان په کندهارکې زيږيدلى دى. کله چې روسانوپه افغانستان يرغل وکړ دى له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډه شو. هلته يې دوه کاله تيرکړل اوبيا امريکې متحدوايالتونوته ولاړ. دنيويارک په بروکلين کې استوگن شو.

لس کلن وو چې دفلمونوسره يې مينه پيداشوه اوپخپل ښوونځي کې يې په ځينوډراموکې برخه واخيستله. بيا دبروکلين دښار کاليج ته شامل شو اودهنراوتياترپه څانگه کې يې زده کړې ته دوام ورکړ.

وروسته يې خپلې زده کړې په همدې رشته کې پسې وغځولې اوداکټينگ اوفلم جوړولوڅانگه يې غوره کړه. څه موده وروسته يې درسنيو اوفلم جوړولو په برخه کې زده کړې پيل کړې خوداقتصادي ستونزو له امله يې هغه پريښودې اوخپلې ټولې پيسې يې دفلمونو جوړولو ته بيلې کړې.

ده خپلو فلمونوته سناريوليکلې ، فلمونه يې پخپله جوړل او ونډه يې هم پکې خپله وه يانې اکټينگ يې کاوۀ. تراوسه يې دالنډ فلمونه جوړکړي دي: اکبر ،غبرگوني سړي خوارۀ، دين ، پردي طالبان اونور...

مورنۍ ژبه يې پښتو ده خو په دري، اردو ، هندي اوانگريزي ژبه سمې خبرې کوي. په اسپانوي، فرانسوي اوعربي ژبوهم پوهيږي. له ښاغلي منير نه په اوومه سټوډيوکې پوښتنې وکړى اوخبرې ورسره وکړى.

دايميل پته موده : [email protected]

دخپرونې پرمهال دپروگرام مستقيم تلفون نمبر: 00442078360331

اکبر نيکزاداوومه سټوډيو
اکبر نيکزاد
جواد غازىار اوومه سټوډيو
ددې اوونۍ مىلمه مو جواد غازىار وو
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت