سندرغاړى سردارعلي ټکرمو اوومې سټوډيوته رابللى دى. سردارعلي ټکر په ١٩٥٦ کال کې پيښورته نيږدې دمردان دټکر په کلي کې نړۍ ته راغلى د ى. دښوونځي له شپږم ټولگي نه يې له سندروسره مينه پيدا شوه اوپه ښوونځي کې به يې کنسرتونه ورکول. لومړنۍ سندره يې ٢٥ کاله وړاندې وويله چې دزړه د څړيکو ددردونوکيسې نوميده . خوږژبى سندرغاړى سردارعلي ټکراوس په اسلام اباد کې اوسي اويوزوى اودوې لوڼې لري . که له ښاغلي ټکرنه هرډول پوښتنې لرى هغه پدې پته راواستوى : [email protected] ياهم دخپرونې پرمهال پدې شميره مخامخ سټوډيوته تيليفون وکړى. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١
|