|
شاعر کامه وال مو ميلمه و. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
غلام محمد کامه وال ٥٠ کلن دى اودننگرهارپه کامه کې نړۍ ته راغلى دى . لومړنۍ زده کړې يې داخوند کلي په لومړني ښوونځي کې وکړې اوبيايې دمراد علي ليسه پاى ته ورسوله. وروسته د کابل دپوليسو په اکاډمۍ کې شامل شو هغه يې پاى ته ورسوله اودکورنيو چاروپه وزارت مرکز اوولايتونوکې يې بيلابيلې دندې سرته رسولې دي. اووه کاله کيږي چې له خپلې کورنۍ سره په لندن کې اوسي. له ١٣٦٣ کاله راهيسې شعر وايي . دشعرونو يوه ټولگه يې دافغانستان دليکوالو ټولنې په ١٣٦٧ کال کې خپره کړه چې ژوبل يادونه نوميږي. دويمه ټولگه يې په ٢٠٠٢ کال کې د زړه للمې په نوم خپره شوه . يوه بله ټولگه لري چې ادبي ټوتې اوطنزونه پکې دي. داټولگه انجروت نوميږي اوپدې وختونوکې به يې له چاپه خبرشو. دلنډو کيسو يوه بله ټولگه چې خواږۀ زهر نوميږي هم چاپ ته تياره ده . ځينې ناچاپ شوي شعرونه هم ورسره شته چې ددغو اونورو ډيروکيسو په اړه به ښاغلي کامه وال په اوومه سټوډيو کې له اوريدونکوسره دزړه خواله وکړي . دخپرونې پرمهال سټوډيوته مخامخ ټيليفون وکړى شميره موده : ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||