|
داود جنبش موميلمه و. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
زموږ ددې اونۍ د اوومې سټډىو مىلمه وىاند، ژورنالست، لىکوال او شاعر داود جنبش و. محمد داود جنبش په هرات کې زېږېدلى، خو پلرنى ټاټوبى يې د کونړ ولايت څوکۍ ده. زده کړې يې له جلال آباد نه پيل کړي خو د افغانستان د شمال ، لوېديځ او ختيځ په بېلابېلو سيمو کې يې اوږدې کړې دي. تر ښوونځي وروسته يې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى تعقيب کړى او چې ترې فارغ شوى د همدغه پوهنځي په ژورناليزم څانگه کې استاد شوى دى. پر ١٩٨٧ کال پخواني شوروي اتحاد ته د زده کړو له پاره تللى او د مسکو له دولتي پوهنتون نه يې د ډاکټرۍ ډېپلوم تر لاسه کړى دى. له ١٩٩٤ کال راهيسې د بي بي سي له پښتو او دري څانگو سره لومړى په مسکو کې د خبريال او بيا په لندن کې د پروډيوسر په توگه کار کوي. په ليکنو کې يې د کابل پوهنتون د محصلانو له پاره د دوو درسي کتابونوتاليف او د يو شمېر څېړنيزو مقالو يادونه کېدلى شي. دوه کتابونه يې له روسي ژبې نه پښتو کړي چې په ١٩٨٠ کلونو کې د افغانستان په جگړو کې د ښکېلو دوو جنرالانو خاطرې دي. داود جنبش واده کړى او درې بچيان لري: دوه لوڼي او يو زوى. داود جنبش د مارچ د مياشتې د ٣٠ نيټې د اوومې ستديو ميلمه وو. د پښتو پروگرامونه ايميل پته موده : [email protected] دخپرونې پرمهال دپروگرام مستقيم تلفون نمبر: 00442078360331 |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||