ژورناليست اوليکوال نبي مصداق دپکتيا دځاځيوپه ولسوالى کې نړۍ ته راغلى دى. په کابل کې يې درحمان بابا ليسه پاى ته ورسوله اوددې ليسې له لومړنۍ دورې شميرل کيدۀ. دليسې ترپاى ته رسيدو وروسته بهرته دزده کړو لپاره ولاړ اوپه لندن کې يې زده کړې وکړې. لومړى يې دښوونې اوروزنې په برخه کې لوړې زده کړې وکړې اوبيا يې دلندن داقتصادي پوهنتون نه ماستري ترلاسه کړه. کله چې د ١٩٨٢ کال په اگست کې بي بي سي پښتوخپرونې پيل کړې ، ښاغلى مصداق هم له لومړنيو کارکوونکونه وو. شل کاله يې بي بي سي ته کاروکړ. دکارپه وروستيو کلونوکې دبي بي سي دپښتو څانگې مشر وۀ. دى ژورناليست اوليکوال دى. نبي مصداق٦٢ کلن دى او١٥ کاله کيږي چې په امريکا کې ژوند کوي . دوه کتابه يې ليکلي اوچاپ شوي دي ، يويې دپښتنو تاريخ اوبل يې دافغانستان سياسي ضعف اوخارجي مداخلې نوميږي. اوس دژبپوهنې په يوه مرکز کې پښتواودري ژبې ورښيي. ديوې پښتو انگريزي ډيکشنرى کاريې هم تقريبا بشپړ کړى دى . [email protected] ياهم دخپرونې پرمهال پدې شميره مخامخ سټوډيوته تيليفون وکړى. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١
|