BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:21 گرينويچ 2007 ,06 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شاعر يوسفزی او اوومه سټوډيو.
اباسين يوسفزی
اوومه سټوډيو د جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې
شاعراوليکوال اباسين يوسفزی شاوخوا ۴۵ کاله وړاندې دملکنډ ايجنسۍ ددېر د خان پورکلی کې نړۍ ته راغلی دی.
لومړنۍ زده کړې يې پخپله سيمه کې وکړې ، دلوړوزده کړولپاره پېښورته ولاړاو پښتوژبه کې يې د‌ډاکټرۍ ترکچې زده کړې و کړې. دپېښورپه اسلاميه کالج کې دپښتوڅانګې مشروۀ.

د پېښور په پوهنتون کې هم د پښتو ژبې ښوونکی و او په بېلابېلو برخو کې يې د زده کوونکو د ليليو له سرښوونکي نيولې بيا د کرېکېټ کلب تر مشرتابه پورې دندې تر سره کړې دي.

د ښاغلي يوسفزي دوه کتابونه چاپ شوي دي چې يو يې غورځنګونه او بل يې الوت نوميږي .نوموړي د سپرمراد نيازوف د روحنامې اثر په پښتو اړولی او په بېلابېلو ورځپاڼو او مجلو کې يې مقالې هم ليکلې دي .

دوحدت اومشرق په ورځپاڼو ، دمشعل اوخيبر په مجلو اودخيبرتلويزيون اوپيښور راډيولپاره يې ليکنې ديادونې وړدي.

دبيلابيلوشاعرانو اوليکوالوپه سلوکتابونويې کره کتنې ليکلې دي. دغني خان اوليکوالودټولنې غړى اودهيواد اوخيبرمجلومسول مديرهم پاتې شوى دى.

دښوونځيو د٩ مو او١٠ موټولگيو دزده کوونکولپاره يې پښتوکتابونه ليکلي دي. اباسين يوسفزي درحمان بابا ادبي جايزه ، په صوات کې دچاچا رحيم بخش جايزه، دپښتانه ادبي ملگري جايزه گټلې اوله ادبي اوټولنيزوموسسونه يې شاوخوا ٥٠ شهادت نامې اومډالونه ترلاسه کړي دي.

له ښاغلي يوسفزي نه خپلې پوښتنې پدې پته راواستوى:
[email protected]

دخپرونې پرمهال دمخامخ تيليفون شميره موداده:
٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

 حبيب الله رفيعاوومه سټوډيو
حبيب الله رفيع مو ميلمه وو.
سندرغاړى خالق عزيز اوومه سټوډيو
سندرغاړى خالق عزيز په اوومه سټوډيو کې.
خيرمحمد خندان اوومه سټوډيو
سندرغاړى خيرمحمد خندان مو ميلمه دى.
جواد غازىاراوومه سټوډيو
جواد غازىار مو مليمه دى.
داود جنبشاوومه سټوډيو
داود جنبش موميلمه و.
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت