|
کابل : طالبانو ١٠٠٠ ملکي کسان وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند زمرى بشري وايي د ٢٠٠٧ ميلادي کال په وروستيو نهو مياشتو کې د وسله والو طالبانو له خوا په ځانمرگو بريدونو او نورو حملو کې ٩٧٠ تنه ملکي کسان وژل شوي دي . په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د رژيم له نسکوريدو راهيسته ٢٠٠٧ کال په افغانستان کې تر ټولو ډير خونړى کال و . زمرى بشري وايي په دغو يادو شويو نهو مياشتو کې شاوخوا ٨٥٠ افغان پوليس هم د وسله والو طالبانو په بريدونو کې وژل شوي دي . د دغو پوليسو له ډلې څخه ١٦ تنه تيره ورځ د کندهار په ولايت کې ووژل شول . د ٢٠٠٧ کال په نيمايي کې د کورنيو چارو وزارت ويلي و چې په شپږو مياشتو کې ٥٠٠ افغان پوليس د طالبانو له خوا وژل شوي دي . افغان چارواکو د ٢٠٠٧ کال په ترڅ کې پوليسو او ملي پوځ د پياوړتيا او په ښو وسلو يې د سمبالولو غوښتنه په بيا بيا وکړه . د ٢٠٠٧ کال په ترڅ کې ٢٢٠ بهرني سرتيري هم په افغانستان کې وژل شوي دي چې د دوى له ډلې د کاناډا يو سرتيرى د يکشنبې په ورځ په کندهار کې وژل شوى و . | ورسره تړلي نور خبرونه په کندهار کې ځانمرگي بريد او نښتې '١٢ وژلي'11 دسمبر, 2007 | افغانستان د کابل ځانمرگي لږترلږه ١١ وژلي02 اکتوبر, 2007 | افغانستان په گرشک کې ځانمرگي ٢٦ ووژل10 سپتمبر, 2007 | افغانستان م.م: افغان ځانمرگي بريدونه اوه برابره شوي09 سپتمبر, 2007 | افغانستان کندهار:ځانمرگي بريد ملکي وگړي ووژل18 اگست, 2007 | افغانستان په ارزگان کې ځانمرگي بريد گڼ کسان وژلي10 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||