|
په کندهار کې ځانمرگي بريد او نښتې '١٢ وژلي' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان په كندهار ولايت كې ديوۀ ځانمرګي بريد او وسله والي نښتې په ترڅ كې دوولس كسان وژل شوي او ديوۀ ماشوم په ګډون نهه نور ټپيان شوي دي . ځانمرګى بريد دكندهار ښار دپنجوايي دوه لارې ته نژدې وشو او وسله واله نښته دميوند په ولسوالۍ كې شوې ده . وروستۍ پېښه ځانمرګى بريد وو چې مازديګر دكندهار ښار په لوېديځ كې دپنجوايي دوه لارې ته نژدې وشو. يو ماشوم او يو ولسي وګړى يې ټپيان كړل او دځانمرګي موټر له كاروان څخه ليري وچاودېد. كه څه هم سيمه ناټو ځواكونو كلابنده كړې وه خو دكندهار امنيه قوماندان سيد اغاثاقب وويل چې په پېښه كې ناټو ځواكونو ته هيڅ تاوان نه دى اوښتى . له بل لورې دامريكايي ځواكونو اكمالاتي كاروان په ميوند ولسوالۍ كې دوسله والو طالبانوله يوه بريد سره مخامخ شو. دكاروان څلور امنيتي ساتونكي ووژل شول او څلور نوريې ټپيان شول . دكندهار امنيتي چارواكووويل چې په جګړه كې اته وسله وال طالبان وژل شوي او ددوى په وينا درې نور ټپيان دي . خو دطالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې طالبانو ته زيان نه دى اوښتى ګڼ اكمالاتي موټر يې سوځولي او ترلسو زياتو امنيتي ساتونكو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده . دكندهار هرات او كابل كندهار لويي لاري اوس تقريباً هره ورځ دطالبانو دبريدونو او جګړه ييزو پېښو شاهدي وي. او اوس پردې لارو تېرېدل دعامو وګړو لپاره هم خوراستونزمن دي. | ورسره تړلي نور خبرونه د گلستان ولسوالي بيا طالبانو ونيوله23 نومبر, 2007 | افغانستان په ارغنداب کې د طالبانو له يرغل وروسته عمليات 29 اکتوبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||