|
د گلستان ولسوالي بيا طالبانو ونيوله | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواكي د دې خبر پخلى كوي چې دفراه ولايت دګلستان ولسوالي يې طالبانو ته ورپرې ايښې ده . دا ولسوالي نژدې يوه مياشت وړاندې له وسله والو طالبانو څخه حكومتي ځواكونو ونيوله خو دادى بيا يې وسله والو طاّبانو ته ورپرېښوده. دكندهار ښار په شمال كې د ارغنداب ولسوالي په دلاور سيمه كې وسله والو طالبانو اته امنيتي ساتونكي وژلي او دوه نور يې له ځان سره بېولي دي . وسله وال طالبان وايي چې دغه كسان يې په چړو وهلي اوسرونه يې ترې غوڅ كړي دي . خو افغان چارواكي وايي چې ساتونكي يې په ګوليو ويشتل شوي دي .له بلي خوا ناوخته مازديګر افغان چارواكو دتښتول شوي مامور دپيداكېدو راپور وركړ . دسرحدي ليوايوه قوماندان رازق خان اڅکزي وويل چې دسپين بولدك دګمرك مشر يې دبولدك ولسوالي د اډې په غره كې موندلى دى او دده دنيونې په تور يې دولس شكمن كسان نيولي دي . دى تېره ورځ دكندهار سپين بولدك پرلويه لاره وتښتول شو ، چارواكي وايي چې دسپين بولدك دګمرك مشر اصف آغا وسله والو طالبانو تښتولى او د ده يو مامور يې وژلى او دوه نور يې ټپيان كړي دي . كندهار ته څېرمه داروزګان ولايت په مرکز ترين كوټ كې هم وسله واله نښته شوې دسيمي ځينې اوسېدونكي وايي چې په نښته كې حكومتي سرتېرو ،ناټو ځواكونواوسيمه ييزو اوسيدونكو ته دسرزيان اوښتى دى . افغان چارواكو تردامهاله په دې اړوند څه نه دي ويلي خو ناټو وايي چې په اروزګان ولايت كې داسټراليا هيواد دځانګړو ځواكونو يوسرتېرى وژل شوى دى . داروزګان له ګاونډي ولايت زابل څخه هم دتاوتريخوالي راپورونه رارسېدلي دي خو افغان چارواكي يوازې په اومكي ولسوالي كې ديوې جګړې پخلى كوي او وايي چې ځواكونو ته يې مرګ ژوبله نه ده. | ورسره تړلي نور خبرونه له گلستان او ارغندابه دطالبانو د پرشاکولو جگړه31 اکتوبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||