|
له گلستان او ارغندابه دطالبانو د پرشاکولو جگړه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل لوېديځ کې چارواکي وايي د فراه د گلستان ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره سخته جگړه روانه ده. دغه ولسوالۍ دوه شپې وړاندې د وسله و الو طالبانو لخوا ونيول شوه. حکومت هغه مهال د ولسوالۍ پرېښودل تکتيکي پرشاتگ بللى و. هاخوا د کندهار ولايت د ارغنداب په ولسوالۍ کې هم د افغان او بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جگړه روانه ده. د دغې ولسوالۍ ډېرى سيمې دوه ورځې مخکې د طالبانو لخوا نيول شوې وې. د فراه د پوليسو يوۀ وياند بي بي سي ته وويل په جگړه کې تر اوسه شاوخوا ٣٠ وسله وال طالبان او اووه تنه ولسي خلک وژل شوي دي. چارواکي د پوليسو او افغان پوځ د مرگ ژوبلې په اړه څه نه وايي. خو د طالبانو يوۀ وياند قاري يوسف احمدي وويل په لومړنۍ جگړه کې يې پنځه پوليس ووژل. د فراه د پوليسو مشر عبد الرحمن سرجنگ ويلي چې دوه شپې مخکې په سلگونو وسله والو طالبانو پر ولسوالۍ بريد وکړ، چې پوليس يې د خپلو ځايونو پرېښودلو ته اړ ايستل. فراه د افغانستان په لوېديځ کې يو له خورا نارامو ولايتونو څخه دى چې لويې لارې او بېلابېلې ولسوالۍ يې په پرلپسې توگه د وسله والو طالبانو د بريد نښه گرځي. گلستان ولسوالۍ د تر ټولو ناامنه هلمند ولايت له واشېر ولسوالۍ سره څنگلورې ده، چې چارواکي وايي وسله وال طالبان دلته هم له هغه ځايه راځي. سږ کال يو ځلې مخکې هم دغه ولسوالۍ د لنډ مهال لپاره د طالبانو لخوا نيول شوې وه. د کندهار په ارغنداب کې هم ځايي چارواکو د روانې جگړې په ترڅ کې د لسگونو طالبانو د وژلو ادعا کړې ده. د کندهار د پوليسو مشر سيد اقا ثاقب بي بي سي ته وويل تر ٣٠ زيات طالبان تر اوسه په جگړه کې وژل شوي او گڼ شمېر نور اوس تر محاصرې لاندې دي. دۀ وويل ژر به د دغې ولسوالۍ له ټولو سيمو څخه طالبان وشړل شي. د ارغنداب ډېرى سيمې دوه ورځې مخکې د طالبانو په ناڅاپي بريد کې د دوى لاس ته ولوېدې او ان کندهار ښار ته نژدې د باغ پل سيمې ته هم ورسېدل. دغه ولسوالۍ د کندهار تر ټولو ارامه هغه وه او د سيلانيانو لپاره د کتلو يو غوره ځاى بلل کېږې. له هلمند پرته چې څو ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي، په نورو ځايونو کې د دوى لخوا نيول شوې ولسوالۍ يوه يا دوه ورځې وروسته له نيولو بېرته د حکومتي ځواکونو لاس ته لوېږي. | ورسره تړلي نور خبرونه په افغانستان کې ١٣ پوليس وژل شوي06 مۍ, 2007 | خبرونه په فراه ولايت کې ځانمرگي يو پوليس وواژۀ11 مارچ, 2007 | خبرونه په فراه کې چاودنې ٢ ووژل ٤٨ ټپيان کړل01 مارچ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||