|
په ارغنداب کې د طالبانو له يرغل وروسته عمليات | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان د كندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ كې نن مازيگر ناوخته افغان پوځ او پوليسو پراخ پوځي عمليات پيل كړل . ددغې ولسوالۍ ډېري برخي نن له جګړې پرته وسله والو طالبانو تر خپلې ولكې لاندي راوستلې وې . دطالبانو دواكمنۍ ترړنګېدو وروسته ارغنداب دكندهار ترټولو ارامه ولسوالۍ بلل كېده . ارغنداب دكندهار ښار په شمال كې پرته مركزي ولسوالۍ ده او دطالبانو دواكمنۍ له ړنګېدو راهيسته ترټولو ارامه سيمه بلل كېده، خو نن دولسوالۍ كليو ته دطالبانو تر ورسېدو سمدستي وروسته ځيني كورنۍ كندهار ښارته راكډه شوې دي. وروسته پوليسو ددغې ولسوالۍ مواصلاتي لاري بندي كړې او ناوخته مازيګر يې پر ولسوالۍ عمليات پېل كړل . يوه چارواكي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي بي بي سي ته وويل چې په دې عملياتو كې 600 دافغان پوځ سرتېري او پوليس ونډه لري . دعملياتو پايلي لا نه دي روښانه او وسله والو طالبانو هم په دې اړوند خپل غبرګون نه دى ښودلى . ځايي اوسېدونكي وايي چې په ډلو ډلو وسله وال طالبان ورغلي دي او ددې ولسوالۍ دودانۍ پرته يې پر نورو سيمو قبضه كړې خو چارواكي وايي چې وسله والو طالبانو نن يوازي درې كلي تر خپلې ولكې لاندي راوستلي وو. داكندهار ښار ته نېژدې كرهڼېزه ولسوالۍ ده اودامريكا دځانګړي ځواك تر ټولو مهمه اډه دې ولسوالي ته څېرمه پرته ده. ارغنداب دكندهار داوسېدونکو لپاره دسيل او تفريح مهم ځاى بلل كېږي او يوازېنۍ سيمه ده چې هلته نسبتاً دطالبانو شتون لږ ليدل كېږي. | ورسره تړلي نور خبرونه د کندهار چارواکي: د کوکنارو کروندگر بنديانوو24 اکتوبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||