|
په چينايي ژبه د افغانستان په اړه کتاب خپور شو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
((دافغانستان کولتور او ټولنه )) د يو چينايي څيړونکي د وروستي کتاب نوم دى . دغه کتاب په چينايي ژبه ليکل شوى دى او ٢٧ سرليکونه لري . په دې کتاب کې د افغانستان هغه مهمې پيښې انځور شوي دي چې ددې هيواد په کولتوري او ټولينزو برخو کې رامنځته شوي دي. دا کتاب د افغانستان يوه تاريخي ټولگه هم ده چې له لرغونې پېر نيولې بيا تر٢٠٠٥ کاله پورې دادبياتو بهير څيړي . د کتاب ليکوال ژانگ مين چې په ١٩٣٨ زيږدي کال کې دچين د لياونينگ په ښار په کال ١٩٥٧ تر١٩٦٢ پورې يې د کابل په پوهنتون کې د پښتو او دري ژبو او ادبياتو پر زده کړه لاس پورې کړ . ده نه يوازې د افغانستان د فرهنگ او کولتور په برخه کې ډيرې څيړنې کړي دي بلکې ددې هيواد سياسي حالات هم له نژدې څاري او ښه ترې خبر دى . ده د چين په بهرنيو چارو وزارت کې د افغانستان په چارو کې او همداراز يې د چين په نړيوالې راډيو کې ٣٠ کاله کار وکړ . دى له ٢٠٠٠ کال راهيسې د چين د نړيوالو اړيکو په پوهنتون کې د پښتو ژبې دپوهاند په توگه هم دنده ترسره کوي او دغلته ددغې ژبې استاد دى . ليکوال بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې په کتاب کې يې له ديني مسالو نيولې تر هنري ، موسيقي ، رسامي ، ژبې ،ادبيات او نور راغونډ کړي دي . ژانگ مين خپل کتاب د افغانستان په اړه د ليکل شو کتابونو له غوره هغو څخه يو وباله او ويوېل چې د افغانستان د پوهانو ځينې څيړنې او تاريخي ليکنې يې د خپل کتاب د سرچينو په توگه کارولي دي . ده وويل چې افغانستان په نړۍ کې ځانگړى کولتور لري چې له نورې نړۍ سره ډير توپير لري خو د ختيځ د کولتور يوه برخه ده . د ښاغلي مين په اند افغانستان ډير ستر تاريخ لري خلک يې بايد له خپل اصلي کولتور څخه ليرې نشي خو له نړيوال پرمختگ سره سم بايد مخ په وړاندې ولاړ شي . دى وايي چينايان افغانستان د نړۍ د مهم هيواد په توگه پيژني او ډيره ليواليتا لري چې ددې هيواد په باره کې ډير مالومات ترلاسه کړي . دى وايي په هغه پوهنتون کې چې دى د پښتو درس ورکوي زده کونکي يې گرد چينايان دي او ډير خلک په هغه هيواد کې غواړي چې پښتو زده کړي . | ورسره تړلي نور خبرونه تړلې ټولنې او ادبيات د چين، شهکار ناول او دو چيني شعرونه 13 مارچ, 2005 | خبرونه ښاغلي کويي زومي پر جگړې بښنه وغوښتله22 اپريل, 2005 | خبرونه چين به د نړۍ تر ټولو ستر صادرونکى هيواد شي . 16 سپتمبر, 2005 | خبرونه ٢٠٣١ کال چين او چاپېريال20 اکتوبر, 2005 | خبرونه چين او روسيې پر نلليکې لاسليک ونه کړ05 نومبر, 2005 | خبرونه چين غواړي تر امريکا يو کال وړاندې سپوږمۍ ته ستور مزلى وخېژوي15 دسمبر, 2005 | خبرونه کرزى د شانگهاي د ټولنې مېلمه دى 14 جون, 2006 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||