|
چين غواړي تر امريکا يو کال وړاندې سپوږمۍ ته ستور مزلى وخېژوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
چين اعلان کړى دى چې سپوږمۍ ته به په لومړي ځل له ستور مزلو ډکه بيړۍ ليږدوي . چيني ساينس پوهانو ويلي دا کار به په ٢٠١٧ کال کې کوي . دا د متحدو ايالاتو د فضايي ټولنې ناسا تر مهال وېش يو کال وړاندې موده ده . د دې خبر اعلان د چين رسمي خبري اژانس وکړ او د يوۀ لوړ پوړي ساينسپوه له خولې يې وويل چې واردمخه په دې برخه کې کارونه پيل شوي دي . خبريالان وايي دا لا معلومه نه ده چې چينايان به د سپوږمۍ پر مځکه ستورمزلي کښته کوي که نه . د چين له لورې دا وروستى اعلان تر هغې دوه مياشتې وروسته شوى دى چې فضا ته يې له انسان سره د بيړۍ ليږدولو ويلي وو . سپوږمۍ ته د کوم انسان له پل اېښودو تر ٣٠ کالو ډيره موده اوړي . د ١٩٦٠ مو کلونو په وروستيو کې د امريکا د ناسا فضايي ټولنې د اپولو پروگرام ١٢ کسان د سپوږمۍ پر خاوره وگرځول . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||