BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:15 گرينويچ 2007 ,01 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې اېډز څلور ځلې زيات شوى

اېډز په افغانستان کې يوه نوې ښکارنده ده
يو په يوه د اېډز په ويروس د ککړو کسانو د شمېرې لوړېدل ښايي د نړيوالو روغتيايي موسسو او افغان حکومت لپاره د خطر يو زنگ وي
په افغانستان کې د روغتيا وزارت وايي په دغه هېواد کې د HIV ايډز پر ويروس د اخته کسانو شمېره په تېرو شپږو مياشتو کې څلور برابره زياته شوې ده.

د تېر کال په پاى کې چارواکو پر دغۀ ويروس د ککړو کسانو شمېره ٦١ ښوولې وه، خو اوس ٢٤٥ ته لوړه شوې ده.

پر همدې مهال نړيوال بانک افغان حکومت ته لس ميليونه ډالره د دغې ناروغۍ په ضد د مبارزې لپاره ورکړي و.

پر اېډز باندې د اخته کسانو د شمېر ناڅاپه لوړېدلو د افغانستان د روغتيا چارواکي او نړيوالې روغتيايي موسسې اندېښمنې کړې دي.

يو په يوه د اېډز په ويروس د ککړو کسانو د شمېرې لوړېدل ښايي د نړيوالو روغتيايي موسسو او افغان حکومت لپاره د خطر يو زنگ وي. دوى لا له مخکې د دغۀ ويروس د خپرېدلو لامله اندېښمن و.

په داسې حال کې چې پر HIV اېډز باندې د اخته کسانو کره او رسمي شمېرنه نه ده شوې، خو د روغتيا وزارت چارواکو د دوى اټکلي شمېره ٢٤٥ ښوولې ده.

د روغتيا په وزارت کې د اېډز د خپرېدو په ضد د مبارزې څانگې مشر ډاکټر سيف الرحمن خبريالانو ته د دغو شمېرو د ورکولو پرمهال وويل چې دوى د دغې ناروغۍ د کابو کولو هڅې هم چټکې کړې دي.

دۀ وويل دوى په پام کې لري چې هغه لس ميليونه ډالره چې نړيوال بانک له اېډز سره د مبارزې لپاره ورکړي د يوې پنځه کلنې ستراتېژۍ له مخې په کار واچوي.

دۀ وويل: ''په دغې ستراتېژي کې موږ څلور فعاليتونه په پام کې لرو، چې يو يې د ټول هېواديزې څارنې پروسه ده چې کره شمېرې ترلاسه کړو، بل يې د عمومي پوهاوي برخه ده چې خلک له دغې ناروغۍ څخه د ژغورلو پر لارو چارو پوه کړو. درېيم فعاليت پر اېډز د اخته کسانو درملنه ده او څلورم د دغې ناروغۍ په ضد د ملي پروگرام غښتلي کول دي.''

 پر اېډز باندې د اخته کسانو په اړه د کره شمېرو موندل خورا گران کار دى ځکه چې د افغانستان په دودپاله ټولنه کې ډېر خلک په دې اړه خبرو کولو ته چمتو نه دي

دۀ وويل د نړيوال بانک لخوا ورکړ شوې پيسې له اېډز سره د مبارزې په ډگر کې تر ټولو لويه مرسته ده.

خو ډاکټر سيف الرحمن زياته کړه چې دوى په پنځو کلونو کې ٤٠ ميليون ډالرو ته اړتيا لري او هيله يې وښوده چې نړيواله ټولنه به په دې برخه کې له دوى سره نوره مرسته هم وکړي.

پر اېډز باندې د اخته کسانو په اړه د کره شمېرو موندل ځکه گران دي چې د افغانستان په دودپاله ټولنه کې ډېر خلک په دې اړه خبرو کولو ته چمتو نه دي.

که څه هم په ورکړل شويو شمېرو کې نه دي ويل شوي چې پر اېډز اخته کسان په کومو سيمو کې زيات دي، خو داسې ښکاري چې له کليوالو سيمو به د دغو لږو شمېرو تر لاسه کول هم شونې نه وي.

پر ښارونو کې د ټلوېزيونونو، راديو گانو او پوسټرونو له لارې د دغۀ وژونکي ويروس په اړه خلکو ته پوهاوى ورکول کېږي، خو په کلېوالو سيمو کې له خلکو سره د دغې ناروغۍ په اړه د شته معلوماتو کچه له نشت سره برابره ښوول کېږي

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت