BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:41 گرينويچ 2007 ,08 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م. م : د ايډز مخنيوى بايد له همدا اوسه پيل شي

ايډز
افغان چارواکي وايي د افغانستان په يو شمېر ښارونو کې ېې د ايډز دناروغانو د پيژندلو په موخه سروي او پلټنې پيل کړي
ملگرو ملتونو خبردارى ورکړ چې که په افغانستان کې د اېډز د ناروغۍ مخه ونه نيول شي کېداى شي د اور په څېر ژرهره خوا خپره شي .

دغه خبره په کابل کې د ملگرو ملتونو د اېډزد ناروغۍ دبرخې يوې چارواکې رينوچهيلگراف د څرخي پله په زندان کې د يوه روغتيايي مرکز څخه د ليدنې پر مهال وکړه . په دغه بنديخانه کې د ايډز په ناروغۍ ديوه اخته کس په پيژندلو سره اوس په افغانستان کې په دغې ناروغۍ داخته کسانو شمېره نژدې اويا و ته رسېدلې .

افغان دولت وايي په ايدزد اخته کسانو شمېر په دغه هېواد کې ٦٩ ته رسېدلى . خو دا امکان لېرې نه بولي چې څه باندې زر تنه دې په ټول هېواد کې په دغې ناروغۍ اخته وي .

يو له دغو کسانو څخه د څرخي پله يو زنداني دي چې د روغتيا وزارت دچارواکو په وينا د ستنو له لارې دمخدره توکو د استعمال له کبله پرې اخته شوى .خو دوى ټينگار وکړ چې دغه کس له زندانه وړاندې په دغې ناروغۍ اخته شوى .

په ملگرو ملتونو کې دايډز سره دمبارزې يوې چارواکې رينو چهيلگراف چې د څرخي پله په زندان کې د اېډز دناروغۍ له يوه روغتيايي مرکز څخه ليدنه کوله وويل که همدا اوس په دغه هېواد کې ددغې وژونکې ناروغۍ مخه ونه نيول شي نو د اور په څېر به پراخ شي .

( ايچ اى وي اېډز کېداى شي په افغانستان کې د يوه وحشي اور په ډول خپور شي . لکه چې په نورو هيوادونو رونډا او سيراليون کې په ورته حالاتو کې دا کار وشو. نو دهمدې لپاره همدا اوس بايد ددغې ناروغۍ د خپرېدا مخه ونيسو .)

مېرمن رينو په نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په دې برخه کې له افغانستان سره ډېرې مرسته وکړي ، چې له خپله اړخه ېې له افغان حکومت سره د تخنيکي مرستې او له دغه هېواد سره ېې دمرستې لپاره د نورو هېوادونو دهڅولو ژمنه وکړه .

افغان چارواکي وايي د افغانستان په يو شمېر ښارونو کې ېې د ايډز دناروغانو د پيژندلو په موخه سروي او پلټنې پيل کړي . دغه پروگرام به د ٢٠٠٨ کال تر پايه پورې په ټول افغانستان کې بشپړ شي .

په تېرو څو کلونو کې ددغې ناروغۍ د مخنيوي په لارو چارو په ميليونونو ډالره لگېدلي . خو دافغان چارواکو په گډون ملگرې ملتونه دغه بودجه بس نه بولي او په دې برخه کې د ډېرو هڅو او پيسو غوښتنه کوي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت