'کندوز کې چاڼیز عملیات دوام لري'

د کندوز والي وايي، پر کندوز ښار د طالبانو برید تمبول شوی. د دوشنبې په ورځ طالبانو له دوو خواوو پر کندوز ښار بریدونه پیل کړل او د ښار ځینې سیمې یې ونیولې، افغان ځواکونو نیول شوې سیمې بېرته له طالبانو نیولې دي.
اسدالله عمرخېل وايي، کندوز ښار کې جګړه درول شوې او طالبانو ته په دې جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تېرې دوشنبې په ورځ، په وسلو سمبالو طالبانو د کندوز ښار مهمو شمالي سیمو ته ځانونه ورسول.
چاڼیز عملیات
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کندوز ښار لومړۍ، دویمه او درېیمه حوزه په بشپړ ډول پاکه شوې او مخالف لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، EPA
سرچینه وايي، د سې شنبې په ګهیځ وختي یې په زاخېلو، علي خېلو، خاکني، باغ شوکت، چرخ آب او الچین سیمو کې چاڼیز عملیات یې پیل کړي دي.
د کندوز ښار یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، اوس هم په ښار کې جګړه روانه ده، چې په وینا یې پوځيانو او ملکي وګړو دواړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
له بي بي سي سره د خبرو پرمهال هم ډزې اورېدلې کېدې. سرچینه وايي، خلک اندېښمن دي چې په جګړه کې دوی په نښه نه شي.
پر کندوز برید بروکسل کې د افغانستان په تړاو د یوې لویې ناستې له جوړېدا یوه ورځ وړاندې پیل شوی.
د سې شنبې په ورځ بروکسل کې له افغانستان سره د مرستو او په دې هېواد کې د ټیکاو راتلو په تړاو غونډه جوړېږي.
د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر میاشت کې کندوز ښار د لنډ وخت لپاره د طالبانو لاس ته لوېدلی و، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې دا د طالبانو یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کېده.
له څو ورځنیو جګړو وروسته، د ناټو او افغان ځواکونو په همکارۍ د کندوز ښار بېرته له طالبانو نیول شوی و.
ځانګړي ځواکونه
طالب جنګیالي د دوشنبې په ورځ وختي کندوز ته ننوتل او ځینې مرکزي سیمې یې ونیولې.

د عکس سرچینه، epa
د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د کندوز ښار نیولو لپاره یې "لوی عملیات" پیل کړي.
وروسته ناټو ځواکونو او سیمه ییزو پولیسو وویل، د ځانګړو ځواکونو په ګډون، د نورو ځواکونو له رسېدو سره یې له کندوز ښاره طالبان په شا وتمبول.
هوايي ځواکونه
د شمال ختیځ زون د پولیسو ویاند محفوظ الله اکبري وايي، د کندوز ښار اوس په بشپړه توګه د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی او طالب جنګیالي له ښاره لیرې په ځینو کورونو او استوګنځایونو کې د کومانډو ځواکونو تر کلابندۍ لاندې دي.
اکبري وايي، د هوايي ځواکونو په ملاتړ چاڼیز عملیات دوام لري.
نوموړی زیاتوي، تر اوسه په جګړه کې تر ۴۰ ډېر وسله وال مخالفان وژل شوي او د ځینو مړي د جګړې په ډګر پاتې دي، خو د افغان امنیتي ځواکونو درې غړي وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي.
د کندوز والي وايي، د سې شنبې په ګهیځ وختي چاڼیز عملیات پیل شوي، خو لاهم خلک "عادي ژوند ته نه دي ستانه شوي".
"که په کورونو کې طالبان پټ شوي وي، موږ به سیمه ترې پاکه کړو".

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
د کندوز امنیه قومندان محمد قسیم جنګل باغ اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي په جګړه کې "سلګونه طالبان جنګیالي" وژل شوي دي.








