"نه طالبان کابل نیولی شي او نه هم حکومت طالبان ماتولی شي"

    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, بي بي سي

"نه طالبان کابل نیولی شي او نه هم حکومت طالبانو ته ماتې ورکولی شي؛ ځکه نو باید د هغوی ترمنځ جوړجاړي او بل ته تېریدنې لپاره کار وشي".

دا خبرې د پګواش نړيوال سازمان د دارالانشاء مشر پروفیسر پاولو کوټا رامسینو (Paolo Cotta-Ramusino) د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبټ بي بي سي سره څرګندونو کې کړې دي.

د سپټمبر ۲۱ نېټه هر کال په نړیواله کچه د سولې د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

ده وویل، له طالبانو سره پرله پسې توګه په اړیکه کې دي، هڅه کوي څومره ژر چې امکان ولري د سولې خبرې پیل شي.

پګواش په دې وروستيو کې په لومړي ځل کابل کې د افغانستان له بېلابېلو برخو راغلو خلکو سره د سولې په تړاو د هغوی نظرونه راغونډ کړل.

دې سازمان تېر کې د افغانستان نه د باندې د بېلا بېلو افغان شخصیتونو غونډې رابللې، خو د منتقدینو په وینا، د پام وړ پرمختګ يې نه دی کړی.

پګواش

د عکس سرچینه، Pugwash

د عکس تشریح، پګواش نړیوال کاناډايي څیړنیز بنسټ دی چې نړۍ کې د کړکېچونو د حل لپاره څېړنې کوي

په کابل کې د دې سازمان استازی دفتر وایي، په سوله يیز ډول افغان کړکېچ هواري لپاره به ډېر ژر د سيمې یوه هېواد کې خپله بله غونډه راغواړي، خو په دې اړه یې نېټه نه ده ټاکلې.

ښاغلی کوټارامسینو وایي: "طالبانو ورته ویلي چې د واک انحصار نه غواړي."

د هیله مندي وښودله چې دواړه لوري د سولې هواری غواړي او جګړه که هرڅومره دوام کوي اخر به پای مومي او باید نهیلی ونه اوسو.

پګواش چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د سولې لپاره کار کوي په داسې وخت کې طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو په تړاو هیله مندي ښودلې چې په تېرو شپږو کالو کې په لومړي ځل د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ خبرې د سولې شورا په وینا موافقې ته نژدې شوې او ډېر ژر به لاسلیک شي.

افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ په لومړي ځل ۲۰۱۰ کال په اپریل کې اروپا کې اسلامي حزب د شوراګانو د مشر قریب الرحمن سعید په مشرۍ پلاوي او کابل کې د حکومتي استازو ترمنځ ترسره شوې وې.

پګواش نړیوال کاناډايي څیړنیز بنسټ دی چې نړۍ کې د کړکېچونو د حل لپاره څېړنې کوي. دغه بنسټ چې د سولې نوبل جازه یې ګټل، پخوا هم د افغانستان په اړه ورته ناستې جوړې کړې وې.