خوست کې د یوې لېسې مدیر په ډزو وژل شوی

د افغانستان په سوېل ختیځ کې سیمه ییز چارواکي وایي؛ د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د لیسې یو مدیر په ډزو وژل شوی دی.
د خوست د صبریو ولسوال آغا جان توکلي بي بي سي ته وویل، نواب خان له تېرو درېیو کلونو په دې ولسوالۍ کې د بتخانې لېسې مدیر و او له چا سره شخصي دښمني هم نه لرله.
د صبریو ولسوال زیاتوي چې نوموړی د دوو مخ پټو وسله والو کسانو لخوا تېره شپه (سنبلې/وږي ۱۸مه) پر داسې مهال وژل شوی چې له جومات نه کور ته روان و.
ښاغلي توکلي وویل، د مدیر نواب خان د وژل کېدو په اړه ددوی څېړنې روانې دي.
د صبریو ولسوالۍ د خوست ښار شمال ختیځ ۲۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې د دولت مخالفینو فعالیت پکې ډېر دی.
د بتخانې لېسې د مدیر د وژلو مسوولیت لا چا یا کومې ډلې نه دی منلی.




