د افغانستان پوهنې وزیر: د تړل شویو ښوونځیو شمېر ډېر شوی

د افغانستان د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي ویلي، تېر کال په ټول افغانستان کې نژدې ۷۰۰ ښوونځي تړلي و او سږکال دا شمېره لوړه شوې ده.
هغه له بي بي سي سره مرکه کې په دې برخه کې کره شمېرې وړاندې نه کړې، خو ویې ویل چې د تړل شویو ښوونځیو شمېره د تېر کال په پرتله ډېره ده.
نن افغانستان کې په تودو سیمو کې د ښوونځي زنګ وکړنګېد او زده کوونکي ښوونځیو ته لاړل.
افغانستان کې تعلیمي او تحصیلي کال د حمل/وري په لومړیو ورځو کې پیلېږي خو هغو ولایتونو کې چې هوا یې توده ده د سنبلې/وږي په ۱۵ پیلېږي او په اوړي کې ښوونځي درې میاشتې رخصت وي. د افغانستان ځینو سیمو کې بیا د هوا حالت ته په کتو دا کلنۍ رخصتي ۴۵ ورځې په اوړي او ۴۵ په ژمي کې وي.
د افغانستان د پوهنې وزیر په وینا نن په ختیځ کې په ننګرهار، کونړ، نورستان او د لغمان په ځینو برخو کې او همداراز د سوېلي ولایتونو کندهار، هلمند، فراه او نمیروز کې زده کوونکي ښوونځیو ته تللي دي.

ښاغلي بلخي وویل، دا وزارت اوسمهال د ښوونځیو، زده کوونکو او ښوونکو د شمېرې راټولولو په حال کې دی. هغه زیاته کړه، ددغې ارزونې له مخې به څرګنده شي چې څومره ښوونځي ودانۍ نه لري.
هغه د افغانستان له ټولو خلکو او جګړه کې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې دې هېواد کې د پوهنې پروړاندې خنډ نه شي، ځکه چې په دې صورت کې به زده کوونکي د جګړو قرباني شي.
ښاغلي بلخي د زده کوونکو له مېندو پلرونو وغوښتل چې خپل ماشومان له تبعیض پرته که هغه نجلۍ یا هلک وي، ښوونځي ته ولېږي.
د افغانستان پوهنې وزارت اعلان کړی چې د مسلکي ښوونکو شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او شمېر یې ۲۲۰ زره کسانو ته رسېدلی چې ۲۲ سلنه یې ښځې دي.
وړاندې د پوهنې وزارت ویلي و چې ددې وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې نژدې ۸ میلیونه زده کوونکي، ۱۷۰ زره ښوونکي او نژدې ۱۶ زره ښوونځي شته.








