حنیف بلخي: په افغانستان کې کېدای شي په سلګونو خیالي ښوونځي وي

د افغانستان د ښوونې او روزنې وزير اسدالله حنیف بلخي مني چې په هېواد کې کېدای شي په سلګونو خیالي ښوونځي موجود وي.

خو د ده په وینا، د خیالي يا يوازي د کاغذ پر مخ ښوونځيو دا ستونزه له ډېرې مودې راهيسي پاته ده. ښاغلی بلخي وايي چې د دغه خیالي ښوونځي په ناامنو سیمو کې دي.

نوموړی زياتوي چې په افغانستان کې د شپاړس زرو ښوونځیو تقریباً نیمايي یې ودانې نه لري.

د ښووني او روزنې وزیر وايي دوی د درسي کتابونو او تدریس د ښه کولو لپاره یو لړ ګامونه پورته کړي دي.

نوموړی ټینګار کوي چې ښوونځیو ته د اته نیم ميلیونه زده کوونکو ورتګ د افغانستان یوه لاسته راوړنه ده.

زموږ همکار داود اعظمي په لندن کې د بي بي سي په مرکزي دفتر کې له ښاغلي بلخي سره مرکه کړې او په پیل کې یې ځيني پوښتلي چې د افغانستان د معارف يا ښوونې او روزنې په ډګر کې د دوی لومړيتوبونه څه دي؟