کابل کې د خواجه رواش ښارګوټی ګټې اخستنې ته وسپارل شو

د عکس سرچینه، Naderi
افغانستان کې د کور جوړونې ترټولو ستره پروژه د پلازمېنې کابل په شمال ختیځ سیمه خواجه رواش کې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانستل شوه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د افغانستان د ښار جوړونې وزیر سعادت منصور نادري په دغو مراسمو کې وویل، دا پروژه ۷۸ بلاکونو کې ۲۰۱۴ اپارتمانونه لري.
هغه هستوګنځي کموالي ته د افغانستان عمده ستونزې ته په اشارې سره وویل، ددغې هستوګنیز ښارګوټي پر جوړولو ۶،۳ میلیارده افغانۍ (څه دپاسه ۹۲ میلیونه ډالر) لګښت راغلی.
هغه وویل، ډېر ژر به د کور جوړونې دوه نورې لویې پروژې د چین او قطر لخوا په کابل کې پیل شې چې هریو به یې په ترتیب ۱۰ زره او ۱۰۰۰ اپارتمانونه ولري.

د عکس سرچینه، Nadiri
ولسمشر محمد اشرف غني هم افغانستان کې د کورونو د ستونزې حل د خپل حکومت له لومړیتوبونو وبلل او ویې ویل چې د قوانینو تدوین، د خصوصي برخې ګډون او د ستونزې حل کول به د افغانستان د کورونو ستونزه حل کړي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان خصوصي سکتور په دوبۍ کې له ۱۶ تر ۱۸ میلیاردو ډالرو پانګه لري او په پاکستان کې هم د افغانستان د سوداګرو پانګه ۱۰ میلیارده ډالر اټکل شوې.
ښاغلي غني فساد ددې هېواد اصلي ستونزه یاده کړه او له خلکو یې وغوښټل چې له خصوصي برخې او دولت سره یوځای شي ترڅو په دې هېواد کې د کورونو ستونزه حل شي.
هغه زیاته کړه، خپله یې د کډوالو او کورنیو بېځایه شویو کسانو ته د کورونو برابرولو یوه طرحه جوړه کړې او هڅه به وکړي چې به وکړي چې افغانستان کې د ملکیت اسناد قانوني شي.

د عکس سرچینه، Nadiri








