لوګر کې غورځېدلې چورلکه د ''پاکستان د پنجاب ایالتي حکومت'' ده

د عکس سرچینه، f
افغان چارواکي وايي، یوه پاکستانۍ پوځي چورلکه په لوګر ولایت کې پر ځمکه لګېدلې او پکې سپاره شپږ کسان طالبانو نیولي دي.
د پاکستاني پوځ د رسنیو برخې مشر عاصم باجوه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه چورلکه د ازبکستان له لارې د ترمیم لپاره روسیې ته تله، چې له پېښې سره مخ شوه.
نوموړي ویلي دوی له افغان ملکي او پوځي چارواکو نه د چورلکې یرغمل شویو سپرلیو موندنې لړ کې د مرستې غوښتنه کړې. ښاغلی باجوه دغه راز وايي افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسون په برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی.
د لوګر والي ویاند سلیم صالح وايي "موږ ته رسېدلي لومړني معلومات ښيي، چې دغه چورلکه پاکستانۍ وه، چې د ازرې ولسوالۍ په مټې سیمه کې غورځېدلې او له لوېدو وروسته یې اور اخیستی دی. د چورلکې ځینې سپرلۍ په پاکستانۍ ژبه خبرې کوي."
بل لور ته د پاکستان پنجاب ایالتي حکومت سرچینې وايي داسې احتمال شته، چې دغه چورلکه د پنجاب ایالتي حکومت اړوند ده.
چارواکو بي بي سي ته ویلي:
''دا مهال په بشپړه توګه څه نه شي ویل کېدای، خو هغه معلومات چې تر اوسه رسېدلي دي ښيي، چې دغه چورلکه د پنجاب ایالتي حکومت اړوند وه.''
د چارواکو په وینا د پنجاب حکومت دغه ایم ای ۱۷ ډوله چورلکه د ترمیم لپاره ازبکستان ته پر لاره وه، چې د پېښې ښکار شوه.
ځینې پاکستاني رسني وايي د پنجاب ایالتي حکومت چارواکو له قوله وايي، د دغې الوتکې له اوو سپرلیو نه شپږ یې پخواني متقاعد افسران و چې اوس یې د پنجاب ایالتي حکومت لپاره دنده تر سره کوي.
خو افغان چارواکي ضد او نقیض نظرونه څرګندوي.
د ازرې اوسېدونکی او د لوګر ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل بي بي سي ته په دې اړه وویل '' دغې چورلکه چې اوس پېژندل شوې د پاکستان اړوند ده له ډېورنډ کرښې یې نژدې ۲۰ کیلومتره د افغانستان لور ته په ازره سیمه کې بېړنیزه ناسته کړې.
په سیمه کې د طالبانو یوه ډله وه، چې الوتکه کې ناست کسان یې له ځان سره بیولي او چورلکه یې په راکټونو ویشتلې ده. موږ د افغانستان له دفاع وزارت نه غوښتي، چې معلومه کړې دغې الوتکې د افغانستان په خاوره کې دننه څه کول.''
بل لور ته د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، چې کېدای شي دا د کوم شرکت اړوند چورلکه وي.
له دې مخکې داسې هم ویل کېدل، چې ګواکې دا د ناټو اړوند چورلکه ده، خو ناټو ځواکونو دا خبره رد کړې ده.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.








