د ناټو سرمشریزه او د افغانستان په اړه مهمې پرېکړې

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, اسماعیل سعادت
- دنده, ورسا، پولنډ
اټکل دی چې د پولنډ په پلازمېنه ورسا کې د نړۍ راټولېدونکي مشران په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو موده د راتلونکي میلادي کال تر پایه وغځوي او د ر روانو څلورو کلونو لپاره د افغان امنتیي ځواکونو د تمویلولو ژمنه وکړي.
په افغانستان کې د ناټو جګپوړي ملکي استازي اسماعیل آراماز ویلي د ناټو غړي هېوادونه او شریکان به یې د وراسا په سرمشریزه کې چې د جولای پر اتمه او نهمه جوړیږي، د افغانستان په اړه درې مهمې پرېکړې وکړي.
مهمې پرېکړې او غوښتنې
لومړی، له ۲۰۱۶ کاله ور آخوا په افغانستان کې د "پرېکنده ملاتړ" په نامه د ناټو ماموریت غځول؛ دویم، د افغان امنیتي ځواکونو تمویل او درېیم، د ناټو او کابل تر منځ د شراکت یا ملګرتیا پیاوړي کول.
افغان چارواکي هم د غوښتنو له یوهّ اوږده لست سره دغه سرمشریزې ته راځي.

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر ویلي د وارسا په غونډه کې به د ناټو له مشرانو وغواړي چې ''د کړو ژمنو پر بنسټ تر راتلونکو پنځو کلونو د افغان امنتیي ځواکونو ټول معقول او د وړاندوینې وړ لګښتونه پر غاړه واخلي''.
د افغانستان بله لویه غوښتنه دا ده چې د هوايي ځواکونو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د پام وړ مرسته ورسره وشي.
اټکل دی چې متحده ایالتونه او متحدین به یې په دې سرمشریزه کې هڅه وکړي تر ۲۰۲۰ کاله د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره شاخوا ۱۵ میلیارد ډالره ټول کړي.
ویل کېږی د دغو پیسو دوه په دریمه برخه یعنې شاوخوا لس نیم میلیارډ ډالره به د متحده ایالتو له خوا ورکړل شي.
افغانستان دا مهال د خپلو څه باندې ۳۵۰ زرو امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره نژدې په بشپړه توګه د نړیوالو مرستې ته اړ دی.
ولسمشر اشرف غني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله وارسا په ناسته د افغان پلاوي مشري کوي.
افغان چارواکي همدا راز تمه لري چې متحده ایالتونه او د ناټو ټلواله یې د کشفي او هوايي ملاتړ په برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.
د ناټو ماموریت

د عکس سرچینه، Reuters
په افغانستان کې د ناټو عملیات اوس هم د دغې ټلوالې تر ټولو ستر عملیات بلل کېږي.
د ناټو سرمنشي ین ستولتنیرګ ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د ناټو ماموریت وغځوي، په دې مانا چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه به په افغانستان کې خپل ځواکونه پرېږدي، او تر ۲۰۲۰ کال پورې به د افغان امنیتي ځواکونه تمویل پر غاړه اخلي.
ښاغلي ستولتنبرګ د جولای پر ۵ وویل "موږ له افغان ځواکونو سره مرستې ته ژمن یوو، چې په خپل هېواد کې امنیت ټینګ کړي او پرنږدي چې د نړېوالې ترهګرۍ لپاره په یوه خوندي ځای بدل شي"
د بهرنیو ځواکونو شمېر
په همدې ترڅ کې ولسمشر اوباما د جولای په شپږمه اعلان وکړ چې د متحده ایالتو شاوخوا ۸۴۰۰ پوځیان به د پخواني پلان په خلاف په افغانستان کې پاتې شي.

د عکس سرچینه، Getty
امریکا مخکې ویلي وو چې غواړي د روان کال تر پایه په افغانستان کې د میشتو امريکايي پوځیانو شمېر ۵۵۰۰ راټیټ کړي.
اوس شاوخوا ۹۸۰۰ امريکايي پوځیان په افغانستان کې شته دي چې ۶۸۰۰ یې د ناټو په چوکاټ کې د "پرېکنده ملاتړ" په ماموریت شامل دي.
دا مهال ناټو ټول ټال نژدې ۱۳۰۰۰ پوځیان په افغانستان کې لري، چې تر ډېره د افغان پوځ په روزنه او هغو ته د سلا مشورو په ورکولو بوخت دي.
اوس تمه ده چې د روزنې او مرستې دغه ماموریت لږ تر لږه د ۲۰۱۷ کال تر پایه دوام ولري.
د دې تر څنګ اټکل دی چې متحده ایالتونه هم په افغانستان کې خپل عملیات نور هم پراخ کړي.
څه موده وړاندې ولسمشر اوباما خپلو ځواکونو ته واک ورکړ چې د طالبانو پر ضد یرغلیز عملیات ترسره کړي.

د عکس سرچینه، AP
څارونکي په دې باور دي چې په داسې حال کې چې د ناټو ماموریت به د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنه ورټول وي، متحده ایالتو به پر طالبانو باندې هوايي بریدونه او دغه راز په افغانستان کې القاعدې او د اسلامي دولت یا داعش ډلې راپورته کېدونکو غړیو پسې لټون ته خپل ډېر پام ورټول کړي.








