د نړیوالو ځواکونو نوی قومندان: افغانستان کې امنیتي وضعیت په خرابېدو دی

د عکس سرچینه، AP
افغانستان د امریکایي او نړیوالو ځواکونو لپاره وړاندیز شوی نوی قومندان جنرال جان نیکلسن باور لري چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت "مخ په خرابېدو" دی.
د امریکا د وسله والو ځواکونو کمېټه باید د جنرال نیکلسن ماموریت تایید کړي. نوموړي ددې کمېټو له غړو سره په یوه ناسته کې ګډون وکړ.
ددې کمېټې رییس جان مککین د ناستې په سر کې وویل، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پرمختګ او افغانستان کې د نوې اسلامي دولت یا داعش ډلې رامنځته کېدو ته په کتو، د ډېرو باور دا دی چې افغانستان کې امنیتي وضعیت د خرابېدو پر لور روان دی، نه د ښه کېدو.
د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې، جنرال نیکلسن په ځواب کې وویل: "صیب، زه ستاسو له اټکل سvi موافق یم." او په دوام یې وویل، په افغانستان کې باید د "تاوتریخوالي یوې کچې" شتون ومنو.
جان مېک نیکلسن په افغانستان د نړیوالو ځواکونو نوی قومندان معرفي شوی.
په تېرو ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشري جنرال جان کمپبل کوله.
جان نیکلسن اوسمهال د ناټو د ځمکنیو ځواکونو قومندان دی. هغه وړاندې په افغانستان کې هم دنده ترسره کړې او یو مهال افغانستان کې د ناټو د عملیاتو قومندان وو.
په تېر یوه کال کې افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ماموریت د افغانستان امنیتي سرتېرو په روزنې، تجهیز او هغوی ته په سلام مشورو ورکولو پورې محدود وو.
د افغانستان امنیتي ځواکونه چې د ټول افغانستان د امنیت مسوولیت یې پرغاړه اخستی، له ډېرو امنیتي ننګونو سره مخ دي، لکه د طالبانو لاسته په مقطعه اي ډول د کندوز لوېدل.
جنرال نېکلسن د سنا مجلس په ناسته کې وویل، باید پرېنښودل شي چې کندهار سقوط وکړي. په دې ناسته کې جمهوري غوښتونکو سناتورانو له افغانستانه د باراک اوباما د وتلو پر پلان نیوکه وکړه.
جنرال نېکلسن وویل، له حقاني شبکې او طالبانو سره پر جګړې سربېره، د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې اورپکي هم د افغانستان امنیتي ځواکونو ته سرخوږی ګرځېدلي دي.
افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو اوسني قومندان جنرال جان کمپبل څه موده وړاندې ویلي وو، د اړتیا په صورت کې به افغانستان ته د نورو امریکایي سرتېرو د استولو غوښتنه وکړي. ده همداراز ویلي وو چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په پروګرام کې باید له انعطافه کار واخستل شي.
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال جان آلن، د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا ۴ راډیو ته وویل، امریکا باید افغانستان په اوسني وضعیت کې پرېنږدي.
جان آلن وویل، لومړی باید د افغانستان هوایي ځواکونو ملاتړ وشي او په دوم ګام کې په دې هېواد کې تر ۲۰۲۰ کال پورې ډېر شمېر امریکايي سرتېري پاتې شي.








