د هرات-تور غونډۍ اورګاډي پټلۍ جوړولو څېړنه پیل شوه

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, هرات
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د پنجشنبې په ورځ (غبرګولی ۲۰مه) یې د هرات تورغونډۍ د اورګاډي پټلۍ جوړولو په اړه څېړنه پیل کړې ده.
د هرات سیمه ییزې ادارې په یوه خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژه شپږ سوه زره ډالره لګښت لري چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به یې کار بشپړ شي.
د هرات تور غونډۍ د اورګاډي پټلې له کشک کهنه، کشک رباط سنګي، ګلران، انجیل او ګذرې ولسوالۍ څخه تېرېږي.
دغه پټلۍ شاخوا ۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې د هرات تر هوايي ډګره به غځول کېږي
د هرات ولایتي ویاند جیلاني فرهاد وايي، دغه پټلۍ په پای کې له هرات خواف پټلۍ سره نښلول کېږي چې په لړ کې به یې ایران او هرات د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ونښلول شي.
نوموړي دا باارزښته پروژه وبلله او ویې ویل چې له بشپړیدو سره به یې افغانستان د مینځنۍ اسیا بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي.
د هرات تورغونډۍ پټلۍ د افغانستان د ملي اورګاډي پټلۍ یوه برخه ده چې د اټکل له مخې په راتلونکې کې به ځینې ولایتونه سره نښلوي.




