کندز کې د مسافرو وژل کېدو په اعتراض بېلابېلو ښارونو کې غونډې

د عکس سرچینه، .
د طالبانو لخوا د ۱۲ مسافر وژل کېدو پرضد چې له کابل نه د بدخشان پر لور روان و، په پلازمېنه کابل، مرکزي ولایت بامیانو او شمالي ختیځ ولایت بدخشان کې يوشمېر خلکو اعتراضونه کړي دي.
په دغو ناستو کې ګډونوالو سیاسي او مدني فعالان د افغانستان له دولت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې "طالبان د جنګي جنایتکارانو او ترهګرو ډلو نوملړ ته ورزیات کړي".
کابل کې اعتراض کوونکو ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د عیدګاه جومات مخې ته راټول شوي و. هغوی غوښتل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ تر یوې دروازې پورې به ځي چې د پښتونستان څلور لاري سره نژدې دی، خو پولیسو د هغوی د ورتګ مخه نیوله.
کابل کې احتجاج کوونکي ددې پېښې عاملينو ته "د درنې سزا" غوښتونکی شول.
د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې هم نن سلګونه سیاسي او مدني فعالان راټول شوي و.
اعتراض کوونکو ویل، د وژل شویو له ډلې ۸ کسان د بدخشان اوسېدونکي دي او ۸ نور لا هم طالبانو سره برمته دي.
بدخشان کې د مدني ټولنو د اتحاديې رییس سیف الدین بي بي سي ته وویل" طالبان بايد تښتول شوي کسانو خوشي کړي".
د کندوز پخواني مرستیال والي او د بدخشان مشهور جهادي مشر حمد الله دانشي له معترضانو وغوښتل چې د خپلو وژل شویو خلکو انتقام له هغو طالبانو واخلي چې په بدخشان کې دي.
هغه وویل، د بدخشان خلک باید د طالبانو پرضد راپورته شي او له امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ودريږي.
د بدخشان دوه ولسوالۍ یمګان او وردوج اوس هم د طالبانو په کنټرول کې دي.

د عکس سرچینه، EPA
د افغانستان په مرکزي ولایت بامیانو کې هم د مدني ټولنې غړو د کندوز پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره یوه اعتراضي غونډه جوړه کړې وه او د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه یې کوله.
ددې احتجاج ځينو برخه والو له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو ډله "د جنګي جنایتکارانو او د بشري حقونو د ناقضینو نوملړ ته واچوي". پر ملاتړ کوونکو هېوادونو یې فشار راولي چې ددې ډلې له ملاتړه لاس واخلي او پر دې "ترهګرې" ډلې کړۍ راتنګه کړي.
طالبانو د سه شنبې په ورځ ډېر شمېر مسافر د کابل – کندوز پر لویه لاره د کندوز علي اباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې له موټرو ښکته کړل او ۳۵ کسان یې برمته کړل. د راپورونو له مخې طالبانو ۱۲ برمته کسان ووژل. کندوز کې امنیتي ځواکونو ویلي چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تښتول شوي کسان یې خوشي کړي، خو د نورو ۸ کسانو برخلیک لا هم څرګند نه دی.








