''د افغانستان د ټولې ځمکې یوازې شپږ سلنه خړوبیږي''

د افغانستان د کرنې وزارت د دغه هېواد د ځمکو، اوبو او نورو سرچینو په اړه معلومات را ټول کړي دي.
دغه معلومات د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې مرکز fao په فني او د اروپايي ټولنې په مالي مرسته په یوه اطلس کې را ټول شوي دي.
د چارواکو په خبره، دا معلومات به له دولت او کروندګرو سره د کرنې د ودې لپاره مرسته وکړي.
نجما ځلا په دې اړه له کابله په خپل رپوټ کې کاږي، چې د افغانستان ۸۰ سلنه وګړي کروندګر دي، خو د کره شمېرو نشتوالي په کرنیزه برخه کې پلان جوړوونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي، چې د زراعت وزارت د چارواکو په وینا، د ځمکو د پوښښ اطلس به دغه ستونزه تر یوه بریده هواره کړي.
په دغه اطلس کې د افغانستان کرنیزو، ځمکو، اوبو، بوټو او نور اړوند معلومات راټول شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP
د کرهڼې وزارت سرپرست نورالله ستانکزی وايي، په دغه اطلس کې د افغانستان ځمکې په ۲۵ بېلابیلو برخو ویشل شوې دي.
د خوړو او کرنې سازمان د غړی جان لایټم په خبره د افغانستان د ځمکې د پوښښ لومړنی اطلس د خوړو او کرهڼې د نړیوالې ادارې ایف اي او له خوا په ۱۹۹۰ کې جوړ شو، خو وايي، ډېرې ستونزې یې درلودې. نوموړی زیاتوي چې اوس له ۲۰ کلونو وروسته په دغه نوي اطلس کې ډېر او کره معلومات راټول شوي دي.
د خوړو او کرهڼې بنسټ وايي، د دغه اطلس جوړولو اصلي هدف په افغانستان کې د بې وزلۍ د کچې ټیټول او د خوړو خوندیتوب دی.
په افغانستان کې په تېرو څو کلونو کې کرنیزې ځمکې لږ شوې، ځنګلونه وهل شوي او د موسمي بدلونونو لپاره هم لازم تدبیرونه نه دي نیول شوي.
یو افغان کروندګر محمداجان یوسفزی وايي، دغې چارې تر ټولو مخکې کروندګرو ته ستونزې پیدا کړې دي.
د اوسني اطلس له مخې افغانستان ۶۵۲ زره کیلو متر مربع پراخوالی لري چې یوازې ۶ سلنه ځمکه یې خړوبېږي. د افغانستان د ځمکو پوښښ په اطلس کې یواځې مالومات ځای شوي دي او ددغو ستونزو هوارول ځانته چاره ده.








