د ۲۳۰ ترانسپورتي شرکتونو د فعالیت جوازونه لغوه شول

د عکس سرچینه،
د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي، نژدې ۲۳۰ ترانسپورتي شرکتونو د فعالیت جواز یې له دې کبله لغوه کړی چې له ترافیکي قوانینو یې سرغړونه کوله.
د افغانستان د ترانسپورت وزارت چارواکي وايي، له ۹۵۰ شرکتونو يې نژدې د ۲۳۰ د فعالیت جوازونه د ترافیکي قوانینو د نه مراعاتولو له کبله لغوه کړي دي.
د ترانسپورت وزیر محمد الله بتاش د ترافیکي فوانینو پلي کول د ترافیکو ادارې مسؤولیت وباله:
''موږ د قومونو په نامه چې څو ټولنې وې وتړلې او هغه اتحادیې چې هېڅ موټر یې نه درلود په خپل نوم یې نه درلودل او هغه موټر یې چې ثبت کړي وو او لسګونه کلونه پرې تېر شوي وو، هغه مو ټول وتړل.''
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو مرګ ژوبلې خلک اندېښمن کړي دي.
افغان چارواکي وايي، د تلفاتو لوړېدل د ترافیکي قوانینو نقض کول، د موټر چلونې پرمهال نشه يي توکو کارول او په لویو لارو کې پر لېږدونکو وسایطو د ترافیک نه څار دا ټول هغه څه دي چې په ترافیکي پېښو کې یې د تلفاتو کچه لوړه کړې.
د اجرايیه ریاست لومړی مرستیال محمد خان له ترانسپورت وزیر، د ترافیکو له رییس او د ترانسپورتي شرکتونو د اتحادیې مسؤول سره په مشورتي ناسته کې د موټر چلونې پر مقرراتو او د تلفاتو پر مخنیوي ټینګار وکړ.

د عکس سرچینه، Getty
نوموړي وویل، ډېری چلوونکي په لویو لارو کې چرس څکوي او د نشې په حالت کې موټر چلوي:
''د لیني موټرونو چلوونکي تر هغه چې چرسي نه وي یعنې زه یې ډیره سلنه ښیم - تر څو چې چرسي نه وي هغه که مسافر وړونکي موټر وي یا بار وړونکي موټر، کم یې چمتووالی نیسي چې لاړ شي هغه په لاره خپل یو سکرټی وهي، که چیرې د کورنیو چارو وزارت اوس هم دغو اډو او ترمینلونو ته لاړ شي، شاید هلته په ټولو ترمینلونو کې په ښکاره وپلورل شي، دا چرس او نور مواد موجود دي.''
دوه ورځې مخکې د کابل - کندهار په لاره د ترافیکې پېښې د تلفاتو په اړه تېر او بېر (ضد او نقیض) شمېرې خپرې شوې او چارواکي وايي، د یو شمېر مړو د پېژندګلوۍ لپاره طبي څېړنو ته اړتیا ده.
د ترانسپورتي شرکتونو د ټولنې مسؤول انور هدایت وايي، له ځینو سیمو څخه چلوونکي د نا امنۍ له کبله په چټکۍ سره تېریږي:
''زموږه، د شرکتونو، د ترانسپورت وزارت او د هرې بلې ادارې اصلي ستونزه د قوانینو نه پلي کېدل دي. موږ ونه شو کولی چې قوانین او د طرز العمل مواد هغه ډول چې زموږه اراده وه مسولیت او دندې مو ایجاب کاوه پلي کړو- د نورو ادارو همکارۍ نه شته امنیت نه شته ترانسپورتي زیربناوې د صفر په کچه کې دي. دغو ټولو ستونزو لاس سره ورکړی او د دې لامل شوې چې موږ ونه شو کولی هغه ډول چې مو اراده وه قوانین پلي کړو''.

د عکس سرچینه،
خو طالبانو د دغې پېښې په غبرګون کې ویلي وو، په راتلونکې کې د دا ډول پېښو د تکرار له کبله به له ترانسپورتي شرکتونو سره جدي چلند وکړي.
د چارواکو په وینا اوس مهال لېږدېدونکي وسایط نه بیمه کېږي. هڅه مو وکړه چې د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست نظر هم ولرو، خو د ترافیکو له مشر سره په دې چې په دغه مشورتي ناسته کې و، د ځواب له ویلو ډډه وکړه.








