غزني کې له ټانکر سره د موټرو ټکر ۷۳ کسان وژلي

د عکس سرچینه، EPA
د افغانستان مرکزي غزني ولایت مقر ولسوالۍ کې دوه مسافر وړونکي ۳۰۳ موټر د تېلو له یوه ټانکر سره ټکر شوي چې له ټکر وروسته یې اور اخیستی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اسمعیل کاوسي بي بي سي ته وویل، پېښه کې ۷۳ کسان وژل شوي، خو د ټپیانو دقیق شمېر لا نه دی معلوم شوی:
''د غزني د عامې روغتیا له ادارې په وروستي راپور کې موږ ته ویل شوي چې ۷۳ کسان وژل شوي، ۱۳ ټپیان یې کندهار ته لېږدول شوي او نور غزني ته وړل شوي''.
د غزني والي محمد امان حمیمي له پېښې وروسته خبریالانو ته وویل، ټپیان د مقر ولسوالۍ او غزني ښار روغتونونو ته وړل شوي. له پېښې وروسته څو ساعته پر ټکر شویو موټرو اور بل و.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، EPA
پېښه نن ګهیځ شاوخوا شپږ بجې شوې د مقر ولسوالۍ لړم سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
غزني کې زموږ خبریال اسدالله بلهار جلالزی وايي، یو مسافر وړونکی ۳۰۳ موټر د هلمند بس او بل د وردګ بس په نامه و، چې له یوه تېلي ټانکر سره ټکر شول.


د عکس سرچینه، BBCPashto.com
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت وايي، دوی ته ۲۴ ټپیان وروړل شوي وو، خو دا چې ډېر سوځېدلي، ټول یې کابل ته لېږدولي دي.


بل خوا د مقر ولسوالۍ سرپرست وحیدالله وايي، د ۶۰ کسانو په شاوخوا کې کسان په موټرو کې بند دي چې په وینا یې په موټرو اوس هم اور بل دی، خو پولیس ور رسېدلي او هڅه یې دا ده چې هلته بند کسان راوباسي.
نوموړی وايي ډېره تمه نه لري چې په موټرو کې بند کسانې دې ژوندي وي.









