ملي امنیت ریاست: غزني ته د طالبانو نومول شوی والي نیول شوی

د عکس سرچینه، d
د افغانستان څارګرې ادارې ویلي، غزني ته د طالبانو نومول شوی والي قاري یوسف یې نیولی دی.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قاري یوسف د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ددوی د منسوبینو لخوا د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ په شیخ امیر کلي کې نیول شوی دی.
چارواکي وایي، نیول شوي کس پر امنیتي تاسیساتو د ډلیزو بریدونو هوډ درلود.
د افغانستان څارګره اداره وایي، قاري یوسف یې په داسې حال کې نیولی چې ښځينه جامې یې پرتن وې او له سیمې يې د تښتېدو هڅه کوله. ملي امنیت د نیول شوي کس انځور د خپلې فسبوک پاڼې له لارې خپور کړی.
ملي امنیت د عملیاتو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو بیا خپله خبرپاڼه کې ویلي، د غزني لپاره ددوی والي خالد صمیم نومېږي او اوسمهال خپلې چارې مخته وړي.
ددې ډلې ویاند ویلي، دوی نه قاري یوسف پېژني او نه ورسره اړیکه لري.




