هرات کې د سوريايۍ ښځې تېر ایستونکی نیول شوی

د افغانستان لوېدیځ هرات پولیس وايي، هغه سړی یې نیولی دی، چې په ترکیه کې یې د سوریې یوه مېرمن تېر ایستلې او هرات ته یې راوستلې ده. پولیس وايي، له سړي نه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د هرات پولیسو له خوا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، نیول شوي سړي په ترکیه کې له سوري ښځې سره پېژندګلوي پیدا کړې ده.
د هرات د پولیسو قومنداني وايي، دغه سړی د هرات د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې درې میاشتې وړاندې یې د سوریې یوه مېرمن له تېر ایستلو وروسته هرات ته راوستلې ده.
پولیسو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو وايي د قضیې په اړه څېړنې او پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالرؤف احمدي بي بي سي ته وویل، دغه سړی د پنجشنبې په ورځ ونیول شو.
د تښتول شوې ښځې نوم سیوا اعلان شوی، خو روښانه نه ده چې د هغې برخلیک به څرنګه کېږي.




