د غور لیلیه کې یو مسموم شوی زده کوونکی ومړ

د افغانستان مرکزي ولایت غور کې محلي چارواکي وایي، تېره شپه د پوهنې ریاست اړوند لیلیه کې پنځه زده کوونکي مسموم شوي دي.
د غور د پوهنې ریاست ویاند شاه محمود شهاب بي بي سي ته وویل، له دغو زده کوونکو یو یې نن خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د هغه په خبره، دغه زده کوونکي تېره شپه د ډوډۍ له خوړلو وروسته مسموم شول او روغتون ته ولېږدول شول.
ښاغلی شهاب وایي، کوم زده کوونکی چې د مسمومېدو له امله مړ شوی، ۲۰ کلن او د لسم ټولګي زده کوونکی و. هغه د غور د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکی و.
ویل کېږي چې د پاتې څلورو زده کوونکو روغتیایي وضعیت اوس ښه دی.
دا لومړی ځل دی چې یو شمېر زده کوونکي د غور په یوې لیلیې کې مسمومېږی.
که څه هم تراوسه ددې زده کوونکو د مسمومېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د غور پوهنې ریاست چارواکي وایي دې پېښې اندېښمن کړي دي.
ښاغلی شهاب وایي، دا یوه پېچلې او ناڅرګنده پېښه ده، خو څو کسان یې په تړاو د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د هغه په خبره، د لیلیې دوه ښوونکي، د اشپزخانې دوه کارکوونکي او څو زده کوونکي د نیول شویو کسانو په ډله کې دی.
تردې وړاندې د افغانستان په ځېنو ولایتونو کې د زده کوونکو په تېره بیا ښځینه زده کوونکو د ډله ییزو مسمومېدو راپورونه ورکړل شويوو، خو دا په خپل ډول کې په غور کې بېسارې پېښه ده.








