د غور والۍ سيما جوينده د کابل ولايت د مرستيالې په توگه وټاکل شوه

د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو ادارې اعلان کړی چې د ولسمشر اشرف غني د فرمان پر بنسټ د مرکزي ولايت غور والۍ سيما جوينده له خپلې دندې لرې او د کابل د والي د مرستيالې په توګه ټاکل شوې ده.
د دغې ادارې ويانده منيره یوسفزاده وايي تر اوسه د آغلې جويند پر ځای د غور لپاره نوې څېره نه ده نومول شوې.
دې بي بي سي ته وويل تر هغه چې د غور ولايت لپاره بل څوک معرفي کېږي، د دغه ولايت مشري به د مرستيال والي پر غاړه وي.
افغان ولسمشر اشرف غني د روان کال چنګاښ/سرطان مياشت په لومړيو کې د غور د والۍ په توګه وټاکله.
تر دې وړاندې معصومه مرادي د حکومت له لوري د دايکندي د والۍ په توګه ټاکل شوې وه او مېرمن جوينده د دغه حکومت دويمه ښځينه والۍ وه.
ميرمن جوينده په ۱۳۵۱ کال کې په چغچران کې چې اوس په فيروز کوه يادېږي شوی زېږېدلې او د ليسانس تر کچې يې زده کړې کړې دي.
آغلې جوينده مخکې تر دې په نادولتي ادارو او د کليو او پراختيا وزارت کې کار کړی او يو مهال ښوونکې وه.

مېرمن جويندې دوه مياشتې وړاندې ويلي و، يو شمېر هغه کسان چې له ښځو سره ضديت لري او په غور کې د ځمکو غاصبين دا په مرګ ګواښي.
د غور نفوس شاوخوا ۸۰۰زره کسانو ته رسېږي، چې لويه برخه يې بېوزلي دي.
په غور کې د ښځو حضور پيکه دی، خو په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د زورزياتي پېښې زياتې دي.
د والۍ په توګه د سيما جوينده له انتخاب سره لا له هماغه پيله د عالمانو د شورا په ګډون يو شمېر کسانو مخالفت کاوه.








