طالبانو او حکومت د یو او بل پرضد نوي عملیات پیل کړي

له معمول سره سم، هر کال د پسرلي په پیلېدو سره وسله وال طالبان خپل بریدونه پیلوي او پر خپلو بریدونو بېلابېل نومونه ږدي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، له معمول سره سم، هر کال د پسرلي په پیلېدو سره وسله وال طالبان خپل بریدونه پیلوي او پر خپلو بریدونو بېلابېل نومونه ږدي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت د سولې په تړاو د خبرو مېز ته د وسله والو طالبانو د کښېنولو په هڅه کې دی، دغې ډلې د 'عمري عملیاتو' په نامه د پسرلنیو جګړه ییزو عملیاتو پیلولو اعلان کړی.

بل خوا، د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي، افغان حکومت د 'شفق' په نامه عملیات پیل کړي، چې په وینا یې طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله پکې اړولې ده.

د وسله والو طالبانو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، وسله وال به یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مخالفانو پرضد پراخه بریدونه وکړي.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له آدرسه په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې ددغو عملیاتو د پیلېدو امر د طالبانو د رهبرۍ شورا ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د طالبانو د نویو 'عمري' عملیاتو پیلېدل تبلیغات بللي دي.

نوموړي د کورنیو چارو وزارت پر رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې ''د افغانستان د خلکو پروړاندې د طالبانو د جګړې اعلان کومه نوې خبره نه ده''.

دی وايي، دا ډول عملیات یوازې عامه ذهنونه ګډوډوي.

طالبانو پخپله خبرپاڼه کې خپلو جنګیالیو ته لارښوونه کړې، چې په عملیاتو کې د ولسي خلکو او عام المنفعه تاسیساتو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

له معمول سره سم، هر کال د پسرلي په پیلېدو سره وسله وال طالبان خپل بریدونه پیلوي او پر خپلو بریدونو بېلابېل نومونه ږدي.

خو تېر کال په ژمي کې یې هم بریدونه کم نه شول.

د طالبانو تر ټوله تازه <link type="page"><caption> برید</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/04/160411_gn_jalalabad_bomb_blast_killed_dozens" platform="highweb"/></link> د تېرې دوشنبې په ورځ په ختیځ ننګرهار ولایت کې و، چې لږترلږه ۱۲ کسان پکې ووژل شول. طالبان وايي، د برید موخه د پولیسو د اکاډیمۍ زده کوونکي وو.

وسله والو طالبانو ویلي، د ناټو او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې به هم خپل بریدونه ډېر کړي.

افغان حکومت وايي، د طالبانو بریدونو ته پوره چمتووالی لري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، افغان حکومت وايي، د طالبانو بریدونو ته پوره چمتووالی لري

دا مهال شاوخوا ۱۳ زره بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو د روزنې او سلامشورې لپاره په دې هېواد کې مېشت دي.