'د شینډنډ تر بشپړ کنټرول پورې به پوځي عملیات دوام ولري'

د افغانستان د لویدیځ ولایت هرات چارواکي وايي، ترهغه به په شینډنډ ولسوالۍ کې پوځي عملیات دوام ولري چې دا ولسوالي د مخالفینو له شتونه پاکه شي او کنټرول یې په بشپړ ډول د حکومت لاسته ورشي.

چارواکي وايي، د شینډنډ ۷۰ سلنه ساحه له مخالفینو پاکه شوې.

د هرات والي محمد آصف رحیمي په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي، د عملیاتو له پیله تراوسه ۱۰۰ طالبان وژل شوي او تر ۱۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په عین حال کې طالبانو ادعا کړې، د تېرو ورځو په جګړو کې یې د افغانستان ۳۰ تنه امنیتي سرتېري وژلي دي.

طالبانو همداراز ویلي، د هغوی جنګیالي په مورچلو کې دي او شاته تګ یې نه دی کړی.

د شینډنډ ولسوالۍ تر دغو پوځي عملیاتو وړاندې د طالبانو د یو لړ خپلمنځي جګړو شاهده وه.

د عکس سرچینه، EPA

د طالبانو د انشعابي ډلې مرستیال څو ورځې وړاندې بي بي سي ته وویل، د ملا محمد رسول په مشرۍ د دوی د ډلې او ملا اختر منصور ته د وفادارو ډلو ترمنځ جګړو کې نږدې ۱۵۰ طالبان وژل شوي دي.

د ملا محمد رسول مرستیال عبدالمنان نیازي ویلي وو چې په دغو جګړو کې د هغوی د ډلې له ۳۰ ډېر جنګیالي وژل شوي وو.

ښاغلي نیازي ادعا کړې وه چې د ملا اختر منصور نږدې ۱۱۰ وسله هم په دغو جګړو کې وژل شوي وو.

شینډنډ د هرات ښار سوېل په ۱۲۰ کیلومترۍ کې پرته لویه ولسوالي ده. د افغانستان امنیتي ځواکونو د روزنې لوی هوایي ډګر هم په همدغې ولسوالۍ کې موقعیت لري.

په تېر یوه کال کې شینډنډ د طالبانو او د افغانستان امنیتي ځواکونو ترمنځ د یو لړ خونړیو جګړو شاهد وه. طالبانو یو ځل وکولی شول ددې ولسوالۍ پر مرکز برید وکړي.