پروان کې ځانمرګي برید شپږ کسان وژلي

د عکس سرچینه، f
د افغانستان پلازمېنې کابل شمال کې د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په سیاګرد ولسوالۍ کې ځانمرګي برید لږترلږه شپږ کسان وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، په وژل شویو کې دوې ښځې هم دي، خو د سیاګرد ولسوال وايي یوه ښځه وژل شوې. صدیق صدیقي کابل کې خبریالانو ته وویل، په ټپیانو کې د عامه نظم یو ساتونکی هم دی، او برید د عامه نظم قومندانۍ ته څېرمه شوی.
د سیاګرد ولسوال محمد سعید صدیقي بي بي سي ته وویل، چاودنه د ګهیځ په نهه نیمو بجو د سیاګرد ولسوالۍ بازار کې د یوه ښوونځي وشوه:
''نن ګهیځ نهه نیمې بجې وې چې یوه ځانمرګي برید کوونکي پر خپل موټرسایکل ځای پر ځای کړي چاودېدونکي توکي د حضرت علي ښوونځي مخې ته وچوول، چې شپږ ولسي وګړي یې ووژل''.
صدیقي وايي، په وژل شویو کې یو د ښوونځي ملازم هم دی.
نوموړی وايي، ډېری وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي، چې د ښوونځي شاوخوا د سړک پر غاړه پر ورځنیو کارونو بوخت وو.
دی وايي، په چاودنه کې د ښوونځي زده کوونکو ته زیان نه دی اوښتی، ځکه د پېښې پرمهال هغوی په ټولګیو کې پر زده کړو بوخت وو.
تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې.
تېره میاشت هم سیاګرد ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۱۴ کسان ووژل، چې ۶ یې سیمه ییز پولیس او نور ولسي وګړي وو.
له ډېرې مودې راهیسې د پروان ولایت سیاګرد ولسوالۍ چارواکي د ناامنیو له ډېرېدو او په دې ولسوالۍ کې د طالبانو له حضوره شکایت کوي.
سیمه ییز چارواکي وايي، د ولسوالۍ پر ځینو سیمو واک نه لري.
سیاګرد د پروان ولایت له ګڼ وګړیزو سیمو ده، چې دغه ولایت له مرکزي ولایت بامیانو سره نښلوي.








