د ملا عمر زوی او ورور د طالبانو رهبرۍ شورا غړي ټاکل شوي

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی او ورور د طالبانو په رهبرۍ کې په مهمو پوستونو ټاکل شوي دي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې چې رسنیو ته لېږل شوې، د ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب د طالبانو په رهبرۍ شورا کې پر غړیتوب سربېره، د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې ددې ډلې د پوځي قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
په همدې حال کې، د ملا محمد عمر مشر ورور ملا عبدالمنان، د طالبانو په رهبرۍ شورا کې د غړیتوب ترڅنګ، ددې ډلې د دعوت او ارشاد کمېټې مسوول ټاکل شوی دی.
ملا یعقوب او ملا عبدالمنان د نویو بدلونونو او د طالبانو په رهبرۍ شورا کې د هغوی د ټاکل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د ملا محمد عمر تر "مړینې" وروسته ملا اختر محمد منصور د طالبانو ډلې مشري خپله کړه.
له هماغه پیله د نوي مشر او د پخواني مشر د خپلوانو او د طالبانو یو شمېر نورو غړو ترمنځ د ترېنګلتیا راپورونه خپرېږي.
شنوونکي وایي، دا ګام به طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور او د پخواني مشر ملا عمر د کورنۍ ترمنځ د واک پر سر سیالي پایته ورسوي، که څه هم تراوسه د ملا محمد رسول انشعابي ډله د ملا اختر منصور له مشرۍ سره مخالفت لري.




