په ٨٦ مېلونه ډالره افغانستان لپاره د الوتکې اخېستل

د عکس سرچینه، AP
د امریکا له نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې پر یوې جاسوسې الوتکې په افغانستان کې د الوتنې په موخه ۸۶ میلیونه ډالر لګولي، خو هېڅکله هم ترې ګټه پورته شوې نه ده.
پر دغې (اې ټي آر ۴۲-۵۰۰) ډوله الوتکې چې هدف یې د نشه توکو سوداګرو سره مبارزه کې ترې کار اخستل و، لسګونه میلیون ډالره لګښت راغی او میلیونونه نور یې پر لاسمبالښت ولګېدل.
افغانستان کې د بیارغونې د څار ځانګړې ادارې (سیګار) په خپل رپوټ کې ویلي، دا الوتکه په ډېلېور ایالت کې د امریکا دفاع ایالت په زېرمه تون کې ولاړه ده.
دې ادارې ویلي، لرې ده چې دا الوتکه کله هم افغانستان کې الوتنه وکړي.
د کوم پروګرام لپاره چې دا الوتکه اخستل شوې وه، په ۲۰۱۵ کال کې پایته ورسېد.
په پام کې وه له اې ټي آر ۴۲-۵۰۰ الوتکې له نشه یي توکو سره د مبارزې په پروګرام کې چې دفاع وزارت او د امریکا د نشه یی توکو سره د مبارزې ادارې یې مشري کوله، کار واخستل شي، خو د ځېنو الوتکه کې د بدلونونو راوستو او د هغې د ساتنې قیمت یې ډېر لوړ شو.
پر الوتکې او په کابل کې د هغې د ساتلو پر ځای د دفاع وزارت ۶۷،۹ میلیون ډالره ولګېدل. دا تر اټکل شوي اصلي قیمت څلور برابره زیات و.
د سیګار په راپور کې ویل شوي، کله چې اې ټي آر ۴۲-۵۰۰ ډوله الوتکه اخستل کېده د پیلوټانو، میخانیک، روزونکو زېربنا جوړولو او وخت او د الوتکې چلولو لپاره د اړتیا وړ پرزو پر لګښت، د هوایي چلند او له نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې چارواکو سره حساب کتاب ونه شو.
سربېره پردې، سره له دې چې الوتکه څه دپاسه ۷ کاله مخکې اخستل شوې وه، "غیرفعال او په جکونو ولاړ پاتې شوه او هېڅکله یې په افغانستان کې الوتنه ونه کړه."
د امریکا له نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې چارواکو څېړونکو ته ویلي، یو ځل الوتکه په کارابین او لاتین امریکا کې الوتنې ته چمتو وه، خو راپور وایي چې "ددغو پیسو لګولو هدف دا نه وو."








