''پینټاګون افغانستان کې په یوه ګاز پمپ ۴۳ میلیونه ډالرلګولي''

د عکس سرچینه، sigar
د افغانستان بیا رغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې ( سیګار ) یو رپوټ وايي، د دوی موندنې ښيي، چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو هغې برخې، چې د ټیکاو او کار موندنې په نوم یې چارې پر مخ بیولې، جوزجان ولایت کې د سي این جي ګازو یو پمپ یا اسټیشن د ۴۳ میلیونه ډالره لګښت بدل کې جوړ کړی دی.
د سیګار رپوټ زیاتوي، موندنې څرګندونې، چې دغه پمپ د ۲۰۱۵ کال د جون په ۱۷ ورځ تړل شوی دی او څوک په دې تړاو ځواب هم نه وايي.
رپوټ کې ویل شوي د پمپ رغونې هدف دا و، چې افغانستان کې په ګاډو کې د سي این جي ګازو کاروول دود کړي، افغانستان وکولای شی د طبیعي ګازو له خپلو زېرمو ګټه واخلي او دغه هېواد ته د واردېدونکې انرژي کچه ټیټه شي.
د سیګار مسوولینو په وینا د دغه سي این جي ګازو پمپ لګښت د افغانستان لپاره د امریکا له مرستو ورکړل شوی او وايي د دوی موندنې ښيي، چې ګاونډي هېواد پاکستان کې د دغه ډول ګازو پمپ رغونې لګښت تر ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو پورې دی.
دغه مرکز وايي د یاد پمپ له جوړولو مخکې یې د راتلونکي ګټورتیا په اړه کومه څېړنه نه وه شوې. رپوټ کې دا هم ویل شوي دي، چې د دغې موضوع ویرونکی اړخ دا دی، چې د امریکا دفاع وزارت په دې اړه هېڅ نه دي ویلي، چې ولې د ګازو یو پمپ د دومره لوی لګښت په بدل کې رغول شوی دی؟
وايي د دغه پمپ رغاونې پلان د هغه د اجرا او پایلو په باب هم څه نه دي ویل شوي دي.
د سیګار په خبره د امریکا دفاع وزارت ایله دومره یادونه کړې، چې د هغو امریکايي ځواکونو فعالیت، چې افغانستان کې یې د ټیکاو او کار موندنې په نوم کاوه، پای ته رسیدلی دی او وايي دفاع وزارت ورته کوم ځواب نه لري. د یاد مرکز په خبره داسې هېڅ معلومات نه شته، چې څنګه دغه طرح جوړه شوې او عملي شوې ده.
د سیګار په خبره دغه طرح ځکه یاده سیمه کې عملي شوې، چې د ځمکپیژندنې رپوټونو کې د افغانستان شمال کې له نفتو سره د ۱۵،۶۸۷ متره مکعبه طبیعي ګاز شتوالی څرګند شوی دی. معلومات ښيي، چې د ټیکاو او کسب وکار موندنې په نوم امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۱ کال په اګست میاشتې کې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د افغانستان معادن وزارت پر اړونده ځمکه د یاد پمپ رغونه پیل کړه، چې ۲۰۱۲ کال کې یې چارې بشپړې شوې.
د پمپ له رغول کېدو وروسته د قاشقري په نوم د تیلو او ګازو شرکت د یاد پمپ چارې پر غاړه واخیستې، خو هغه اسناد چې د افغانستان حکومت سیګار ته څرګند کړي، ښيي چې د یاد شرکت د فعالیت جواز ۲۰۱۴ کال کې له هغه وروسته چې د پمپ مسوولیت له اخیستو شپږ میاشتې تېرې وې، پای ته ورسید او وايي بیا یې نه دی تمدید کړی.
.








