له طالبانو جلا شوې ډلې د ملا منصور خلاف 'جګړه' اعلان کړې

له طالبانو یوې جلا شوې ډلې په بادغیس کې د اختر محمد منصور خلاف د جګړې اعلان کړی.
د ملا محمد رسول د ډلې ویاند ملا منصور د پاکستان لاسپوڅی بولي او د ملا محمد عمر او خپلو نورو مشرانو په وژنه يې تورنوي.
تر بادغیس وړاندې په هرات کې هم د طالبانو خپل منځي جګړو کې ګڼ کسان وژل شوي.
د طالبانو پر وړاندې د جګړې تازه اعلان په شمال لوېدیځ ولایت بادغیس کې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو جلا شوې ډلې کړی. دوی د ملا اختر محمد منصور د پلویانو پر ضد راپورته شوي.
د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د ملا رسول ډلې د طالبانو د عالي شورا په نوم توغ پورته کړی.
ددغې ډلې ویاند ملا منان نیازی وايي وروسته له هغه یې د منصور خلاف وسله واخیسته چې دده په خبره ګڼو دیني عالمانو څو میاشتې د جوړجاړي هڅې وکړې خو ګټه يې ونه کړه.
د وسله والو طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي په بادغیس کې د طالبانو پر وړاندې د چا را پورته کېدل نه مني او دا د خپل غلیم تبلیغات بولي.
نوموړی وايي طالبان لا هم دیوه لارښود تر قومندې لاندې دي.
وړاندې تر دې د بادغیس په ګاونډ هرات کې د ملا محمد رسول اخند او اختر محمد منصور د پلویانو ترمنځ جګړو کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي چې ملکیانو ته پکې هم درانه زیانونه اوښتي وو.

په شمالي ولایت کندوز کې هم یو شمېر پخوانیو طالبانو د ملا محمد رسول ملاتړ کړی دی.
په بادغیس کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ شوي تاوتریخوالي ځايي خلک اندېښمن کړي دي.








