چارواکي: داعش او طالبانو د یو بل پر ضد د "جهاد" اعلان کړی

د عکس سرچینه، BBC World Service
د هلمند امنيه قومندان وايي داسې اسناد يې موندلي چي ښیې د اسلامي دولت په نامه اورپکې ډلې چې په داعش هم مشهوره ده او طالبانو د یو بل پر ضد د جهاد اعلان کړی دی.
دا خبر داسې مهال مخې ته راځې چې د چارواکو په وینا په دې وروستیو کې د داعش ډلې د هلمند په یو شمېر شمالي سیمو کې خپلو لیکو ته د ځوانانو د جلب او جذب چارې ګړندۍ کړې دي.
د هلمند امنيه قومندان پاسوال نبي جان ملاخېل رسنیو ته دوه داسي ليکونه وښودل، او ادعا یې وکړه، چې یو یې د داعش او په بل هغه کې د وسلوالو طالبانو له خوا خپلو ملګرو ته د اسلامي دولت ډلې پر وړاندي د جهاد خبره شوې ده.
په هغه لیک کې چې د پولیسو مشر یې طالبانو ته نسبت ورکوي، د طالبانو یوه ځايي مشر خپلو ملګرو ته امر کړی چې د داعش ډلې پر ضد په جګړه لاس پورې کړي.
دويم هغه چې د پولیسو مشر یې د داعش ډلې پورې تړلی لیک بولي، د یوه ځايي قومندان له خوا خپور شوی او له خپلو لسګونو ملګرو یې په هلمند کې د وسلوالو طالبانو پر ضد د جګړې غوښتنه کړې ده.
د هلمند د پولیسو مشر نبي جان ملاخېل پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي رسنیو ته وویل، داعش او نورې وسلوالې ډلې د بهرنيو استخباراتي سازمانونو ملاتړ لري او د ده په وینا یوازې د اسلام د بدنامولو لپاره هڅې کوي.
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د داعش د فعالیتونو خبر د هلمند د شمالي ولسوالیو څخه خپور شو. هغه مهال ویل کېده د طالبانو یو مرور مشر ملا عبدالروف خادم چې څه موده وړاندې یې په هغه سیمه کې په یوه هوایی برید کې د وژل کېدو خبره شوې وه، د دغه ډلې مشري کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
نا تاید شوي راپورونه ښیي چې د ملا عبدالروف خادم له وژل کېدو وروسته د هغه مشر زوی د دغه ډلې مشري کوي او خپل فعالیتونه یې تر بل هر وخت چټک کړي دي.
د سیمې څخه راپورونه ښيي چې اوسمهال دغې ډلې شاوخوا ۲۰۰ جنګیالي خپلو لیکو ته ور جذب کړي، چې لویه برخه یې پخواني طالب جنګیالي دي.
د ملا عبدالروف له وژل کېدو وړاندې هم د نوموړي او د طالبانو د یوه ځايي قومندان ملا قاسم حقمل تر منځ شخړه رامنځ ته شوې وه، چې د هلمند چارواکو هغه مهال دواړو غاړو ته د مرګژوبلي خبره هم کړې وه .
وسلوالو طالبانو او داعش ډلې تر اوسه د هلمند د چارواکو د وروستۍ ادعا په اړه څرګندونې نه دي کړي.








