د ولسمشر لومړی مرستیال: داعش د هېواد شمال ته رسېدلی

د افغانستان د حکومت لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم اعلان کړی چې داعش د هېواد شمالي فاریاب، جوزجان، سرپُل او بدخشان ولایتونو ته رسېدلی دی.
هغه چې د نوي کال د پیل او د نوروز د جشن په مراسمو کې د هېواد په شمالي ولایت بلخ کې، د مزارشریف په ښار کې په زرګونو راټولو شوو کسانو ته خبرې کولې وویل " ګاونډي هېوادونه، نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک دې پوه شي چې دغه پدیده، ورځ تر بلې ورځې ټول ګواښوي".
د ولسمشر د لومړي مرستیال په وینا دوی له خپلو کورنیو سره د هېواد شمال ته راغلي دي چې د افغانستان لپاره جدي خطر دی.
هغه دې خبرې ته په اشارې چې د افغانستان خلک له جګړې څخه ستړي دي وویل "نه پوهېږو چې کوم هېواد دی چې بیا یوه ورځ پر موږ جګړه تحمیلوي؟ یوه ورځ د طالب په نامه بله ورځ د القاعده په نامه".
ښاغلي دوستم دې ته په اشارې چې د جګړې ۲۸ کلنه پوځي تجربه لري وویل چې د داعش په وړاندې د مبارزې یوازینۍ لار، د افغانستان د خلکو اتفاق او یووالی دی.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې سره له ټولو شتوو ننګونو، د ملي وحدت د حکومت ستنې ورځ تر بلې ورځې پیاوړې کېږي او دغه حکومت به په خپلو پښو ودرېږي.
جنرال دوستم وویل چې ټول د افغانستان د دولت له مخالفینو سره خبرو اترو ته اندېښمن دي او پرله پسې پوښتنې کوي چې د سولې مذاکره کوم پړاو ته رسېدلې ده.
د ده په وینا، دغه خبرې اترې پټې نه دي او د سولې د مذاکراتو د پیل پر سر کار روان دی او دغه بهیر به ژر پیل شي.
د ښاغلي دوستم په وینا، د ملي وحدت حکومت د سولې د بهیر له هرګام څخه خلک خبر کړي او د خلکو د نظرونو څخه به د مذاکرو په ترڅ کې ګټه واخلي.
ښاغلي دوستم ټینګار وکړ چې سبا، یکشنبه د وري/حمل پر دوهمې نېټې به ولسمشر اشرف غني او اجرايي رئیس عبدالله عبدالله امریکې ته سفر وکړي چې د افغانستان د سولې د بهیر په هکله خبرې اترې به، د دواړو خواوو د مذاکرو یوه برخه وي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان حکومت د داعش د ډلې شتون په افغانستان کې منلی ؤ او اندېښنه یې څرګنده کړې وه. د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې، په افغانستان کې د داعش ډلې شتون د اندېښنې وړ وباله.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هیسم ویلي دي: " په افغانستان کې د داعش د شتون اهمیت، په دغه هېواد کې د هغوی له ذاتي وړتیاوو سره تړلی نه دی، بلکه د داعش ظرفیت تر یوه چت لاندې د انفرادي اورپکو ډلو د راټولولو دی چې لا ډېره اندېښنه راټوکوي".








