غني: د امنیتي ځواکونو سمبالښت ته به 'هر ور وټکوم'

د عکس سرچینه، ARG
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالولو لپاره به هر ور وټکوي.
ښاغلي غني کابل کې د پوځي پوهنتون د فراغت په مراسمو کې یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له ترهګرو ډلو ځانونه جلا کړي.
ولسمشر غني له افغان امنیتي بنسټونو د اټکل شوي ناوړه وضعیت لپاره د چمتو کېدو غوښتنه هم وکړه.
په کابل کې له پوځي پوهنتون نه شاوخوا ۵۵۰ افسران فارغ شول.
د افغانستان ولسمشر د هېواد د وسله والو ځواکونو د سمبالولو لپاره داسې مهال هڅې پیل کړې، چې روسیې په وروستیو کې له افغان ځواکونو سره د ۱۰ زره کلاشنیکوفونو مرسته وکړه او چین هم د مرستې ژمنه کړې ده.
وړاندې، ناټو او امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اصلي ملاتړي ګڼل کېدل او افغان دولت څو ځلې ویلي چې ځواکونه به یې د ناټو له معیار سره سم سمبال شي.

د عکس سرچینه، ARG
په دغو مراسمو کې د ولسمشر د خبرو ډېر تمرکز د هېواد د امنیتي ځواکونو د سمبالولو پر چارې ورټولې وې.
ولسمشر وویل، د امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو چمتو کولو لپاره به هر ور وټکوي:
"د افغانستان د هوايي او امنیتي ځواکونو د ګټې او ستاسې د سمبالښت او روزنې لپاره به هر ور وټکوم".
ښاغلي غني په افغانستان کې د سولې پرمختګ ته په اشارې سره له طالبانو وغوښتل، چې له ترهګرو ډلو ځانونه جلا کړي، خو خبرداری یې ورکړ چې د دولت پرضد جنګېدونکي کسان به وځپل شي:

د عکس سرچینه، ARG
"القاعدې! دلته دې کور ورانېږي، داعشه! دلته ختمېږې. د سیمې ترهګرو! دلته هېڅ ځای نه لرئ. طالبانو ته مې پیغام دا دی، که افغانان یاست، نو له ترهګرو ډلو ځانونه جلا کړئ او د خپل ملت غېږې ته راشئ".
د افغانستان ولسمشر وايي، پر خپلو امنیتي ځواکونو ویاړي، خو د یوه ناوړه وضعیت لپاره باید پوره چمتووالی ونیسي:
"زما، او د دفاع وزارت او نورو ټولو امنیتي ارګانونو مسؤولیت دا دی چې تر ټولو ناوړه وضعیت لپاره چمتووالی ولرو او د غوره حالت هیله ولرو".
نوموړي نویو فارغو شویو کسانو ته ډاډ ورکړ، چې پوځ کې د مور او مېرې چلند ځای نه لري، او افغان افسرانو ته ډېر داسې فرصتونه شته چې سالمه ګټه ترې واخلي.

د عکس سرچینه، ARG
ولسمشر غني وویل: "د اردو او خلکو ترمنځ اړیکې ډېرې سره نژدې دي، ځکه نن تاسې یوازې د وسلو کارول نه دي زده کړي، بلکې له ولس سره د اړیکو ساتلو زده کړې مو هم کړې او د خلکو د زړونو ګټلو لپاره چې هر ګام اخلئ، د دولت د ټینګښت لامل ګرځي".








