کابل: يو هلک چې غوښتل يې "ځانمرګی" بريد وکړي نيول شوی

د عکس سرچینه، NDS

د افغانستان د ملي امنيت ادراه وايي يو ۱۴ کلن هلک چې غوښتل يې په کابل ښار کې ځانمرګی بريد ترسره کړي نيولی دی.

د دغې ادراې په خبرپاڼه کې راغلي چې "د افغان حکومت مخالفو ډلو دغه هلک ته د ځانمرګي بريد زده کړه ورکړې وه".

ملي امنيت وايي دغه نوی ځوان د کونړ ولایت له لارې کابل ته ننوتلی و چې بيا د ملي امنيت د ساتونکو له خوا له پېژندې وروسته ونيول شو.

د ملي امنيت له خوا خپره شوې ويډيو کې دغه هلک اعتراف کوي او وايي مخالفو وسله والو د مياشتې ۱۵ زره افغانۍ ورکولې.

روښانه نه ده چې دغه اعتراف تر کومو شرايطو لاندې اخيستل شوی دی.

د اعتراف له مخې، د افغان حکومت مخالفو وسله والو ده ته د سر پرې کولو او وژلو قهروونکي تصويرونه ښودل.

دغه نوی ځوان وايي کله چې کابل ته ورسېد د خشتي پله له جومات سره نژدې د امنیتي ځواکونو له خوا ونيول شو.

څه موده وړاندې د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز يې په نيويارک ښار کې دی ويلي وو، <link type="page"><caption> "طالبان په جګړه کې له ماشومانو څخه کار اخلي".</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/02/160217_gn_un_taliban_uses_children_in_war" platform="highweb"/></link>

خو طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې غندنه کړې وه او ويلي يې وو، "له ماشومانو په جګړه کې کار اخېستل دوی منع کړی دي"