د طالبانو برید کې د موبي رسنیز ګروپ ۷ کارکوونکي وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
طالبانو د موبي رسنیز ګروپ د کارکوونکو پر موټر د ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی. په دغه برید کې لږ ترلږه ۷ کسان ووژل شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، "دا برید د طالبانو پرضد د طلوع ټلویزیون د درواغو تورونو په غچ" کې شوی چې د کندوز جګړې پرمهال لګول شوې وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، نن ماښام مهال د کابل ښار په لویدیځه څنډه کې ځانمرګي برید لږ ترلږه ۷ ملکي وګړي وژلي او ۲۵ نور ټپیان کړې دي.
ددې وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي بي بي سي ته ویلي چې ځانمرګی پر موټرسایکل سپور وو او د موبي رسنیز ګروپ کارکوونکو بس موټر یې په نښه کړی دی.
د موبي رسنیزه ډله په افغانستان کې د څو رسنیو او اړونده بنسټونو د امتیاز څښن ده. طلوع، لمر، طلوع نیوز ټلویزیوني شبکې او ارمان راډیو ددې رسنیو له ډلې دی.
طلوع ټلویزیون منلې چې په دغه برید کې د موبي ګروپ ۷ کارکوونکي وژل شوې دي.
ښاغلي صدیقي وویل، په وژل شویو کې دوه ښځې هم شاملې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
کابل کې د بي بي سي خبریال کاوون خموش وایي، سرچینو ده ته ویلي چې د برید پرمهال په دغه موټر کې د موبي ګروپ ۳۲ کارکوونکي سپاره وو.
د طلوع ټلویزیون یوه کارکوونکي خموش ته ویلي، ددې بس ډرېور هغه ته د ټېلفون پر کرښه ویلي، "زه ژوندی یم، خو د سوځېدو په حال کې یم."
فرانس پرس د طلوع ټلویزیون د یوه کارکوونکي په قول، پر بس موټر برید تایید کړی دی.

د عکس سرچینه، AP
دا برید څو میاشتې وروسته له هغه کېږي چې طالبانو د افغانستان دوه خصوصي ټلویزیونه، "طلوع" او "یک" د کندوز جګړې پرمهال پر نه بې طرفۍ تورن کړل او اعلان یې وکړ چې ددې شبکو دفترونه او کارکوونکي دوی ته پوځي هدفونه دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د داووس غونډه کې د ګډون لپاره سویس ته تللی، دغه برید غندلی او هغه یې "د افغانستان د خلکو پروړاندې نه بښونکی او ډارن عمل" بللی دی.
د افغانستان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د موبي ګروپ پر کارکوونکو د نن ورځې برید به کله غندلی او هغه یې "ترهګریز او ډارن" اقدام بللی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی (یوناما) په خپل ټویټر کې ددې برید "مسوولان" غندلي او ویلي چې تردې برید وروسته کابل کې د رسنیزو کارکوونکو پر امنیت سخت "اندېښمن" دي.
د ا فغانستان د پارلمان ودانۍ او د روسیې سفارت هم د پېښې سیمې ته ورڅېرمه موقعیت لري.

دا چاودنه د سولې بهیر پیلولو لپاره په کابل کې د څلور اړخیزې غونډې دویمې ناستې وروسته رامنځته کېږي.








